Hazrat Ibraheem Aur Namrood

Book Name:Hazrat Ibraheem Aur Namrood

وَ لَقَدِ اصْطَفَیْنٰهُ فِی الدُّنْیَاۚ-وَ اِنَّهٗ فِی الْاٰخِرَةِ لَمِنَ الصّٰلِحِیْنَ(۱۳۰)   (پارہ1،سورۃالبقرۃ:130)        

مفهوم ترجمہ کنزُ العِرفان: بيشكه مونږه هغه په دُنيا كښې غوره كړے وو او بيشكه هغه به په آخرت كښې زمونږه خاص قُرب موندونكو نه وي.

په دې آيت كښې الله پاك د حضرت ابراهيم عَلَيْهِ السَّلام دوه اوچت شانونه بيان شوي دي: (1) الله پاك په دُنيا كښې حضرت اِبراهيم عَلَيْهِ السَّلام په ډيرو صِفاتو كښې غوره كړے وو، هغوئي عَلَيْهِ السَّلام ته نَبُوَّت عطا شوے وو، هغوئي عَلَيْهِ السَّلام رسول جوړ شوے وو، هغوئي عَلَيْهِ السَّلام ته اِمامَت وركړے شوے وو، د حضرت اِبراهيم عَلَيْهِ السَّلام نه پس چې څومره انبياء عَلَيْهِمُ السَّلام دي، ټول د هغوئي عَلَيْهِ السَّلام په اولاد كښې دي، الله پاك حضرت اِبراهيم عَلَيْهِ السَّلام خپل خليل جوړ كړو، په حضرت اِبراهيم عَلَيْهِ السَّلام باندې د حج افعال ظاهِر شو، د  حضرت اِبراهيم عَلَيْهِ السَّلام جوړه کړې كعبه د هميشه د پاره باقي اوساتلے شوه، د حضرت اِبراهيم عَلَيْهِ السَّلام اوسيدلو والا ښار مكه مكرمه د امن مقام جوړ شو، ټول آسماني دينونه د حضرت اِبراهيم عَلَيْهِ السَّلام تعريف كوي، په عرب و عجم كښې د حضرت اِبراهيم عَلَيْهِ السَّلام نوم مشهور دے، او (2) دويم شان ئې دا دے چې الله پاك حضرت اِبراهيم عَلَيْهِ السَّلام په آخرت كښې په خاصو صالحىنو كښې اوساتلو يعنې د قيامت په ورځ به خاص د ولايت تاج د هغوئي په سر كيښودے شي، د قيامت په ورځ به حضرت اِبراهيم عَلَيْهِ السَّلام ته خاص خِلعَت [يعنې خاص ښائسته جامے مباركې] واغوستلے شي، په آخرت كښې به ټول بے ګيري وي او د حضرت اِبراهيم عَلَيْهِ السَّلام په مخ مبارك به ګيره مبارك وي، او په ورځ د قيامت به د حضرت اِبراهيم عَلَيْهِ السَّلام د شهزاده احمد مُجتبٰى، تَاجدارِ انبياء، خَاتَمُ النَّبِيّيْن،