Hazrat Ibraheem Aur Namrood

Book Name:Hazrat Ibraheem Aur Namrood

زمونږ د طبيعت مطابق وي نو په هغې باندې د الله پاك شُكر ادا كول پكار دي او كه يو حكم زمونږ  د طبيعت، زمونږ د رائے او زمونږ د عقل خلاف وي نو دا قُصُور د شرعي حكم نه دے بلكه زمونږ  د طبيعت، زمونږ د رائے او زمونږ د عقل دے، لِهٰذا د داسې احكامو مُتَعَلِّق بنده له پكار دي چې د عقل د منلو په ځائے خپل ځان په اطاعت كولو مجبوره كړي، اِنْ شآءَ اللهُ الْكَرِيْم! په دې كښې  به بهتري اوويني، د الله پاك او د هغه د حبيب په احكامو باندې اعتراض كولو كښې بدبختي ده. ([1])

       اوګورئ! د شيطان مردود اوَّل څومره اوچته مرتبه وه، الله پاك ورته حكم اوكړو چې حضرت آدم ته سجده اوكړه، دې بدبخته د الله پاك په حكم باندې اعتراض اوكړو، د الله پاك د حكم په مُقابَله كښې ئې خپل عقل استعمال كړو، نو د هميشه د پاره مردود اوګرځيدو. معلومه شوه چې خپله ناقصه رائے ښه ګنړل شيطاني كار دے او د الله پاك په حكم باندې عمل كول د حضرت اِبراهيم عَلَيْهِ السَّلام او د ټولو انبيائے كرامو عَلَيْهِمُ السَّلام او نيكو خلقو طريقه ده.

عقل کو تنقید سے فرصت نہیں                                 عشق پر اعمال کی  بنیاد رکھ

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                           صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

دولسو ديني كارونو كښې يو ديني كار ”چوك درس“

     اے عاشِقانِ رسول! د نيك لمُونځ ګزاره جوړيدلو، د الله پاك او د هغه د حبيب صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د اطاعت و فرمانبردارئ جذبه حاصلولو د پاره د عاشِقانِ رسول دِيني تحريك دعوتِ اسلامي ديني ماحول کښې شامل شئ او 12 ديني كارونو كښې په اخلاص سره


 

 



[1]...شانِ حبیب الرحمٰن، صفحہ:165 و 167۔