Hazrat Ibraheem Aur Namrood

Book Name:Hazrat Ibraheem Aur Namrood

خپل كردار ادا كړئ او د ډيرو ثوابونو حقدار جوړ شئ. په دې 12 ديني كارونو كښې يو ديني كار ”چوك درس“ هم دے. د دې ديني كار بےشميره ديني او دنياوي فائدے دي:  مثلاً * چوك درس“ مسلمانان د بدو (كارونو) نه د بچ كولو ذريعه ده، * چوك درس بيلمانځه لمُونځ ګزاره جوړوي، * چوك درس“ د جمات نه لرې اوسيدونكي جمات ته نِزدے كوي، *  د ”چوك درس“ په بركت د نيكو رغبت پيدا كيږي، *  د ”چوك درس“ په بركت په علاقه كښې ديني كارونه ترقي کوي. * چوك درس“ د لمُونځونو د پابندئ  ذِهن ورکوي..

        اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰـہ! دعوتِ اسلامي والا په جماتونو كښې خو درس وركوي، د دې سره سره په چوك، بازار، سكول كالج وغيره كښې هم درس وركوي، د نيكئ دعوت عام كوي او د خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سُنَّتونه خوروي.

د ګناهونو نه توبه نصيب شوه

      د لانډهي (كراچى پاكستان) اوسيدونكي يو اسلامي ورور د بيان خلاصه ده: زمونږ په علاقه كښې د يو ويډيو سنټر نه بهَر د دعوتِ اسلامي سره وابسته يو اسلامي ورور به د ګرمئ او يخنئ پرواه کولو نه بغير په مستقل مزاجئ سره چوك درس وركولو، هغه اسلامي ورور به د دې ويډيو سنټر مالك ته هم په درس كښې د شريك كيدلو دعوت وركولو خو هغه به هره ورځ د مصروفيت بهَانه کوله او مَعذِرت به ئې كولو، آخر كار د ويډيو سنټر مالك هم په درس كښې شريك شو، چې كله مُبَلِّغِ دعوتِ اسلامي درس شروع كړو نو د خوفِ خُدا او عِشقِ مُصطفٰى صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه ډك الفاظو د هغه په زړه ډير اثر اوكړو، د غفلت پردے ترينه اوچتې شوې او د چوك درس په بركت د ويډيو سنټر مالك باندې فِكرِ آخرت غالب شو، د درس نه پس اسلامي ورور هغه ته د دعوتِ اسلامي هفته