Hazrat Ibraheem Aur Namrood

Book Name:Hazrat Ibraheem Aur Namrood

خپل ورور سره مُعانقه اوكړي [يعني غاړه ورکړي، ورغاړه وځي].([1]) (2): مُعانَقه د اُمَّتيانو تَحِىَّت (يعنې د ملاقات ادب) او ښه دوستانه ده او د ټولو نه اوَّل مُعانَقه د الله پاك خليل حضرت اِبراهيم عَلَيْهِ السَّلام كړي وه. ([2])

     اے عاشِقانِ رسول! يو بل له غاړه وركولو ته مُعانقه وائي او مُعانَقه د خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سُنَّت دے. * په مِرْاٰۃُ الْمَنَاجِیْح كښې دي: په خوشحالئ کښې چا له غاړه ورکول سُنَّت دي. ([3]) زمونږ خوږ نبـي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ډير ځله په صحابۀ كرامو عَلَيْهِمُ الرِّضْوان شفقت كړے دے او هغوئي ته ئې د غاړې وركولو شرف عطا كړے دے، مَثَلاً * د خيبر په موقع باندې خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم حضرت جعفر رَضِیَ الله عَنْه د سينے سره اولګولو او په تندي ئې ښكل هم كړو. ([4]) *يو ځل خوږ نبـي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم حضرت ابوذر غِفَاري رَضِیَ الله عَنْه را اوبللو، چې كله هغه حاضر شو نو خوږ نبـي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په هغه شفقت اوكړو او هغه ئې خپلې غاړې مبارکې سره اولګولو. ([5])

     اے عاشِقانِ رسول! مُعانَقه يعنې غاړه وركول سُنَّت دي، البته اَمْرَد يعنې ښكلي نابالغه هلكانو له غاړه وركولو نه پرهيز كول بهتر دي چې په دې كښې په ګناهونو كښې د مُبتلا كيدلو سخته انديښنه ده. الله پاك دِ مونږه د سُنَّتو پيروكار جوړ كړي. اٰمِین بِجَاہِ النَّبِیِّ الْاَمِیْن صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم


 

 



[1]...کَنزُ الْعُمَال، کتاب: الفضائل، جلد:7، جز:13، صفحہ:26، حدیث:36235۔

[2]...میزان الاعتدال، حرف العین، جلد:5، صفحہ:226، حدیث:6080۔

[3]...مرآۃ المناجیح، جلد:6، صفحہ:359۔

[4]...ابو داؤد، کتاب:الادب، باب: قبلۃ ما بین العینین،صفحہ:813، حدیث:5220۔

[5]...ابو داؤد، کتاب:الادب، باب: قبلۃ ما بین العینین،صفحہ:812، حدیث:5214خلاصۃً۔