Hazrat Ibraheem Aur Namrood

Book Name:Hazrat Ibraheem Aur Namrood

اِبراهيم عَلَيْهِ السَّلام ته اَبُو الْاَنْبِياء (يعنې د انبياؤ والد) هم وائي، حضرت اِبراهيم عَلَيْهِ السَّلام هغه وړومبے انسان دے چا چې باقاعده  په اهتِمام سره د ميلمه ميلمستيا كړي ده،([1]) په دې وجه د هغوئي عَلَيْهِ السَّلام لقب اَبُو الضَّيْفَان يعنې ميلمستيا كوونكے هم دے. ([2]) د حضرت اِبراهيم عَلَيْهِ السَّلام حُليه مُبارك او ظاهري شكل و شباهت د تَاجدارِ انبياء، خَاتَمُ النَّبِيّيْن، محمد مُصطَفٰى صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره ميلاويدلو،تر دې پورې چې خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: كه حضرت اِبراهيم عَلَيْهِ السَّلام ليدل غواړئ نو خپل صاحِب (يعنې محمد صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم) ته اوګورئ. ([3])

وہ جَدِّ مصطفےٰ ہیں، رَبّ کے خلیل ہیں                                                                 ہے نام ابراہیم، وَجِیہ و جلیل ہیں

هغه جَدِّ مُصطفٰى دے، د ربّ خليل دے            نوم ئې ابراهيم دے وجيه و جليل دے

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! حضرت اِبراهيم عَلَيْهِ السَّلام د عراق په ښار بابِل كښې پيدا شوے وو، په هغه وخت كښې په ټوله دُنيا باندې د نمرود بادشاهي وه او د هغه دارُ الحُكومت هم بابِل وو. نمرود ډير سركشه، ډير بےبے وقوفه او ظالم بادشاه وو، داسې بدبخته بنده وو چې د خدائي دعوٰى به ئې كوله او خلق به ئې په خپل عبادت كولو مجبورول. ([4])  

     هغه وخت چې هر طرف ته كفر و شِرك خور شوے وو، حضرت اِبراهيم عَلَيْهِ السَّلام د حق د كلِمے اعلان اوكړو، د دِينِ حق تبليغ ئې شروع كړو او خلق ئې د اَلله وَحْدَهٗ لاشَرِيْك عبادت طرف ته را اوبلل. په دې سلسله كښې يو ځل د حضرت اِبراهيم عَلَيْهِ


 

 



[1]...مراۃالمناجیح، باب:الترجل، الفصل:الثالث، جلد:6، صفحہ:193۔

[2]...حلیۃ الاولیاء، عکرمہ مولی ابن عباس، جلد:3، صفحہ:385، حدیث:4361۔

[3]...بخاری، کتاب:احادیث الانبیاء، باب:واتخذاللہ ابرہیم خلیلا، صفحہ:856، حدیث:335۔

[4]...سیرت الانبیاء، صفحہ:257بتغیر قلیل۔