Hazrat Ibraheem Aur Namrood

Book Name:Hazrat Ibraheem Aur Namrood

مينځ كښې دا مُناظَره اوشوه. ([1])

     په دې مُناظَره كښې د حضرت اِبراهيم عَلَيْهِ السَّلام اصل يو دليل دے او هغه دا دے چې  

* ربّ هغه دے چې مكمل قُدرت و اختيار والا وي، د چا مُحتاجه نه وي.

* او هغه صرف يوه هستي ده، كوم چې په كائنات كښې مكمل قُدرت و اختيار والا دے.

* لِهٰذا هغه يوه هستي ربّ دے، ټول د هغه مُحتاجه دي، هغه د چا مُحتاجه نه دے.

خو دا دليل په منطقي طريقۀ كار سره وركول مشكل وو، لِهٰذا حضرت اِبراهيم عَلَيْهِ السَّلام د دې دليل د بيانولو په ځائے، د هغې دوه مثالونه بيان كړل، چې كله نمرود ترينه تپوس اوكړو:اے ابراهيمه! ستا ربّ څوك دے؟ نو حضرت اِبراهيم عَلَيْهِ السَّلام اوفرمائيل:

رَبِّیَ الَّذِیْ یُحْیٖ وَ یُمِیْتُۙ-  (پارہ3،سورۃالبقرۃ:258)

مفهوم ترجمہ کنزُ العِرفان: زما ربّ هغه دے كوم چې ژوند وركوي او مړه كول كوي.

يعنې اے نمروده! پخپله ستا ژوندي اوسيدل او عنقريب مړ كيدل زما د ربّ روښانه دليل دے، زما ربّ داسې قُدرتونو والا دے چې په بے ساه څيز كښې ژوند پيدا كوي، ساه لرونكي ته مرګ وركوي. د يوے مړے نطفے نه ژوندے عقل مند انسان جوړوي، بيا چې كله اوغواړي هغه ساه لرونكي انسان ته مرګ وركوي، په هګئ كښې نه كړكئ، نه روشندان شته، نه هلته هوا رسي، نه غذا، په داسې بند ځائے كښې چرګوړي ته ژوند وركوي، الغرض زما ربّ د هر بااختياره نه زيات اختيار او قُدرت والا دے، د ژوند خالق هم هغه دے، د مرګ خالق هم هغه دے، څوك چې


 

 



[1]...تفسیرنعیمی، پارہ:3، سورۂ بقرہ، زیرِآیت:258، جلد:3، صفحہ62۔