Hazrat Ibraheem Aur Namrood

Book Name:Hazrat Ibraheem Aur Namrood

مرګ وركوي نو دا كار خو زه هم كووم، لِهٰذا ستا د دليل مطابق زه ربّ شوم. بيا نمرود خپله دعوٰى ثابتولو د پاره دوه قيديان را اوبلل، په هغې كښې ئې يو قتل كړو او بل ئې آزاد كړو او اوئې وئيل: اوګوره! كوم چې ما پريښودو، هغه ته ما ژوند وركړو او كوم چې مې قتل كړو، هغه ته مې مرګ ورکړو.

    الله! الله! څومره د حماقت [يعني بے وقوفئ] خبره ده...!! چرته په يو بے ساه څيز كښې ساه اچول او چرته ژوندے كس ژوندے پریښودل ، په دې دواړو كښې د زمكې او اسمان فرق دے، اګرچې عقلمند انسان په دې پوهيدے شي چې د حضرت اِبراهيم عَلَيْهِ السَّلام دليل پوخ او واضحه دے خو د نمرود دا ظالِمَانه حركت څومره د بے وقوفئ دے، خو هلته موجود ټول خلق د نمرود مدد ګار وو، هغوئي د نمرود دا حماقت [يعني بے وقوفي د هغه] فتح اوګنړله، نو حضرت اِبراهيم عَلَيْهِ السَّلام خپل دا دليل په يو بل انداز كښې بيان كړو، ارشاد دے:

فَاِنَّ اللّٰهَ یَاْتِیْ بِالشَّمْسِ مِنَ الْمَشْرِقِ فَاْتِ بِهَا مِنَ الْمَغْرِبِ   (پارہ3،سورۃالبقرۃ:258)                                 

مفهوم ترجمہ کنزُ العِرفان:   الله خو لمَر د مشرق نه راخيژوي نو ته ئې د مغرب نه را اوخيژوه.

يعنې اے نمروده! په بےساه بدن كښې ساه پيدا كول خو ستا په وس كښې نشته، ته د دې نه اسان كار اوكړه، هغه دا چې لمَر يو بے ساه څيز دے، دا مسلسل حركت كوي، د دې حركت اودرول خو مشكل دي، ته بس دومره اوكړه چې لمَر د مشرق نه مغرب طرف ته ځي، ته د دې اړخ بدل كړه او لمَر د مغرب نه را اوخيژوه او مشرق طرف ته ئې بوځه.

نمرود چې دا واوريدل نو ډير حيرانه شو او خاموشه پاتې شو، په غُصَّه كښې ئې اووئيل: ابراهيمه! ځه...! زما سره ستا د پاره غله نشته، د هغه ربّ نه اوغواړه د چا چې