Usman-e-Ghani Aur Muhabbat-e-Ilahi

Book Name:Usman-e-Ghani Aur Muhabbat-e-Ilahi

طرف ته د الله پاك (په رابللو، د هغه) په دعوت باندې لَبَّيْك اووايه...!! بيشكه زه ستا او د ټول مخلوق طرف ته د الله پاك رَسُول يم.

     د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مباركو خبرو د حضرت عُثمانِ غنـي رَضِیَ الله عَنْه   په زړه ډير اثر اوكړو، حضرت عُثمانِ غنـي رَضِیَ الله عَنْهُ فرمائي: د مُصطفٰى جانِ رَحمَت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پاكيزه كلام چې مې  واوريدلو نو بے قابُو او پرې قربان شوم او او فوراً مې په رښتيني زړه سره اووئيل:

اَشْہَدُ اَنْ لَّا اِلٰہَ اِلّا اللہُ وَحْدَہٗ لَا شَرِیْکَ لَہٗ وَاَشْہَدُ اَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُہٗ وَرَسُوْلُہٗ  ([1])

     يعنې زه ګواهي وركووم چې د الله نه سِوا څوك د عبادت لائق نشته، هغه يو دے، د هغه څوك شريك نشته او ګواهي ورکووم چې بيشكه مُحَمَّد صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د الله رسول دے.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                        صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! په دې حكايت كښې د اَمِیْرُ الْمُؤْمِنِیْن، حضرت عُثمانِ غنـي رَضِیَ الله عَنْهُ د اسلام قبلولو بيان دے، يو اهم مدني ګل كوم چې د دې حكايت نه حاصل شو هغه دا دے چې د چا زړه د الله پاك د مَحَبَّت اَهْل [يعنې لائق] وي، هغه بنده ضِد نه كوي، په غلطئ باندې نه اودريږي بلكه هغه په حق خبره قبلولو كښې تادي كوي، غور اوكړئ! كله چې حضرت عُثمانِ غنـي رَضِیَ الله عَنْهُ ته د رښتيني اسلام مُتَعَلِّق اووئيل شو نو هغوئي په دې باره كښې غوروفِكر اوكړو، حق خبره ئې قبوله كړه او فوراً ئې كَلِمه اولوستله او مسلمان شو.  

     اوس د دې برعکس غور اوكړئ! كله چې حضرت عُثمانِ غنـي رَضِیَ الله عَنْهُ اسلام قبول كړو نو په هغه وخت كښې څومره داسې كافِران وو مَثَلاً ابوجهل، عُتبه، شَيبَه او


 

 



[1]...ریاض النضرۃ، الباب:الثالث، فصل:الرابع، جز:3، صفحہ:8-9خلاصۃً۔