Usman-e-Ghani Aur Muhabbat-e-Ilahi

Book Name:Usman-e-Ghani Aur Muhabbat-e-Ilahi

عُثمانِ غنـي رَضِیَ الله عَنْهُ هم دا ويره لرله، هغوئي رَضِیَ الله عَنْهُ ځکه خپل مخ زمكې طرف ته كړے ملاست وو او سر ئې نه اوچتولو، يعني په خپل خيال کښې ئې د پښيمانتيا اِظهار كولو چې هائے! چرته زما ربّ زما نه ناراضه شوے نه وي. كله چې خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خپل خوږ صحابي حضرت عُثمانِ غنـي رَضِیَ الله عَنْهُ دا خبره واوريدله نو اوئې فرمائيل: عُثمانه! دا جبريل (عَلَيْهِ السَّلام) دے، ما ته خبر راکوي چې ته د آسمان والؤ نُور، او د زمكې والؤ او د جَنَّت والؤ شمع ئې. ([1])

    اے عاشِقانِ رسول اندازه اوكړئ! دا دي د الله پاك سره د مَحَبَّت كوونكو حالات...! څوك چې واقعي الله پاک سره مَحَبَّت كوونكے وي هغه د دې خبرې ويره لري چې هسې نه زما رب زما نه ناراضه شي، چرته زه د خپل رب د دَر نه لرې نه شم، چرته زما رب ما د خپلې بارګاه نه جُدا نه کړي. نو هغه ناپوهه خلق چې د مَحَبَّتِ اِلٰهي اوچتې دعوے كوي خو د الله پاك د ناراضئ والا كارونه هُم كوي، لمُونځونه قضا كوي، روژے نه نيسي، صدقه و خيرات نه كوي، د زنانؤ په شان اوګږده اوګږده ويښته پريږدي، نشے تماشے كوي او دعوٰى ئې دا وي چې مونږه عشق والا يُو، زمونږه د الله پاك سره مَحَبَّت دے. خو كه هغوئي ته د نيكئ دعوت، د لمُونځونو ادا كولو دعوت وركړے شي، د ګناهونو پريښودلو، د رب د ناراضه کولو والا كارونو پريښودلو دعوت وركړے شي نو ډير په جُرأت سره وائي: جناب! لمُونځونه تاسو ادا كوئ! مونږه خو هسې هُم رسيدلي يُو.

           لَا حَوْلَ وَلَا قُوَّۃَ اِلَّا بِاللّٰہ! دعوٰى د مَحَبَّتِ اِلٰهي کوي....! او كارونه د الله پاك د ناراضه کولو کوي او په دې د پاسه داسې د جهالت خبرې.....!!! لمُونځ د الله پاك په بارګاه كښې حاضري ده. لمُونځ د الله پاك سره ملاقات دے، لمُونځ ګزاره په لمَانځه كښې د الله پاك


 

 



[1]...ریاض النضرۃ، الباب:الثالث، فصل:السادس، جز:3، صفحہ:20۔