Usman-e-Ghani Aur Muhabbat-e-Ilahi

Book Name:Usman-e-Ghani Aur Muhabbat-e-Ilahi

نه دُعاګانې غواړي، آيا څوک داسې مَحَبَّت كوونكے هُم شته چې د خپل محبوب سره ملاقات كول نه خوښوي، يعني كله چې محبوب سره د ملاقات كولو [يعني د لـمانځه] وخت راشي نو وائي: زه رسيدلے يم [يعني د لـمانځه نه کولو باوجود د الله بارګاه ته رسيدلے يم، يعني ځکه] ما ته د محبوب د ملاقات حاجت نشته؟ حضرت جُنيد بَغدادي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه رښتيا فرمائيلي دي چې آو! داسې کس ضرور رسيدلے دے خو چرته؟ دوزخ ته [رسيدلے وے]. الله پاك ارشاد فرمائي:

وَ اعْبُدْ رَبَّكَ حَتّٰى یَاْتِیَكَ الْیَقِیْنُ۠(۹۹)   (پارہ:14، سورۂ حِجْر:99)

         مفهوم ترجمہ کنز العرفان: او د خپل ربّ عبادت كوه تر دې پورې چې تا ته مرګ راشي.

     معلومه شوه چې كه څوك هر څومره [په حقيقت کښې هُم اوچتو درجو ته] رسيدلے وي، ترڅو پورې چې ژوندے وي او عقل ئې سلامت وي، تر هغې پورې د عبادت نه خلاصے نشته، پاتې شوه د داسې ناپوهه خلقو د مَحَبَّتِ اِلٰهي دعوٰى كول نو  بعضې صُوفيائے كرامو رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهِم د ”مَحَبَّتِ اِلٰهي“ تعريف هُم دا كړے دے: مُوَاطَاَۃُ الْقَلْبِ  لِمُرَادَاتِ الرَّبِّ  د الله پاك د خوښې په وړاندې خپل زړه خورَوَل [يعني چې څه د الله پاک حُکم دے د هغې مطابق ژوند تيرول او د هغه په ازميښتونو صبر کول]. ([1])

     معلومه شوه چې كوم بنده د الله پاك د احكامو او د الله پاك د رِضا والا كارونو او د الله پاک د  خوښې په وړاندې خپل سر ټِيټ نه کړي، هغه لا د ”مَحَبَّتِ اِلٰهي“ ميم ته هم نه دے رسيدلے. په حقيقت كښې د الله پاك سره محبت كوونكے هغه دے څوک چې د الله پاك د رِضا طلبګار دے، د الله پاك د ناراضئ نه ويريږي او كه د هغه نه څه ګناه هم اوشي نو فوراً توبه اوکړي، د الله پاك د راضي كولو په فِكر كښې اوسي. كاش چې! د


 

 



[1]...رسالہ قشیریہ، صفحہ:350۔