Usman-e-Ghani Aur Muhabbat-e-Ilahi

Book Name:Usman-e-Ghani Aur Muhabbat-e-Ilahi

     د يو قول مطابق دا آيتِ كريمه د اسلام د دريم خليفه، اَمِیْرُ الْمُؤْمِنِیْن، حضرت عُثمانِ غنـي رَضِیَ الله عَنْهُ په شان كښې نازِل شوے دے.[1]او په دې آيت كښې د هغوئي درې صِفات بيان شوي دي: (1) حضرت عُثمانِ غنـي رَضِیَ الله عَنْهُ د شپې ډيرې سجدے او لمُونځ ادا كوونكے دے، (2) حضرت عُثمانِ غنـي رَضِیَ الله عَنْهُ د آخرت نه ډير زيات ويريدونكے دے، (3) حضرت عُثمانِ غنـي رَضِیَ الله عَنْهُ د الله پاك د رحمت ډير اُمِّيد ساتلو والا دے.

     د حضرت عُثمانِ غنـي رَضِیَ الله عَنْهُ بي بي مُحتَرَمه رَضِیَ اللهُ عَنْهَا فرمائي: هغوئي رَضِیَ الله عَنْهُ به ټوله شپه عبادت كولو او په يو ركعت كښې به ئې د پورا قرآنِ كريم تلاوت كولو. ([2])

     حضرت زُبَير بِن عَبدُ الله رَضِیَ الله عَنْهُ فرمائي: اَمِیْرُ الْمُؤْمِنِیْن، حضرت عُثمانِ غنـي رَضِیَ الله عَنْهُ به هميشه روژه نيوله، د شپې په وړومبئ حِصَّه كښې به ئې لږ ساعت آرام كولو، بيا به ئې ټوله شپه په عبادت كښې تيروله. ([3])

     حضرت عبدُ الرحمان تيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: يوه شپه زه كعبے شريفې ته نِزدے ووم، ما د ماسخُتَن لمُونځ ادا كړو، بيا د مقَامِ اِبراهيم خواه ته اودريدم، په دې كښې اَمِیْرُ الْمُؤْمِنِیْن، حضرت عُثمانِ غنـي رَضِیَ الله عَنْهُ تشريف راوړو، هغوئي رَضِیَ الله عَنْهُ د سورۀ فاتِحه نه قرآنِ كريم لوستل شروع كړو او تلاوت ئې كولو كولو، تر دې پورې چې پورا قرآنِ كريم ئې مكمل ختم كړو. ([4])  


 

 



[1]...صِراطُ الجنان، پارہ:23، الزمر، تحت الآیہ:9، جلد:8، صفحہ:438-439ماخوذاً۔

[2]...الزہد امام احمد، زُہد:عثمان بن عفان، صفحہ:105، حدیث:673۔

[3]...مصنف ابن ابی شیبہ، کتاب:صلاۃ التطوع، باب :بقیام اللیل، جلد:2، صفحہ:173، حدیث:6۔

[4]...زُہد لابن المبارک، باب:فضل ذکر اللہ، صفحہ:452، حدیث:1276خلاصۃً۔