Usman-e-Ghani Aur Muhabbat-e-Ilahi

Book Name:Usman-e-Ghani Aur Muhabbat-e-Ilahi

    مُفَسِّرينِ كرام فرمائي: دا آيتِ كريمه د اَمِیْرُ الْمُؤْمِنِیْن، حضرت عُثمانِ غنـي رَضِیَ الله عَنْهُ او حضرت عبدُ الرحمٰن بِن عَوف رَضِیَ الله عَنْهُ په حق كښې نازل شوے دے،  د دې آيتِ كريمه مطابق حضرت عُثمانِ غنـي رَضِیَ الله عَنْهُ هغه اوچته هستي ده چا به چې د الله په لاره كښې ډير مال خرچ كولو خو د خرچ كولو نه پس به ئې نه زباتلو او په چا به ئې چې خرچ كړو هغه ته به ئې تكليف نه رَسَوَلو بلكه نيکي به ئې اوکړه او هيره به ئې کړه يعني د الله په لاره كښې به ئې مال خرچ کړو او داسې به وه لکه چې هير ئې کړي، هيڅ دُنياوي فائده به ئې نه غوښتله. بس د الله پاك د رِضا طلب ګار به اوسيدلو.

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! اندازه اولګوئ! اَمِیْرُ الْمُؤْمِنِیْن، حضرت عُثمانِ غنـي رَضِیَ الله عَنْهُ څومره لوئ سخي دے چې د هغوئي د سخاوت ذِكر الله پاك په قرآنِ كريم كښې كړے دے، د رواياتو مطابق: * چې كله مسلمانانو هجرت اوكړو، مدينے منورے ته راغلل، دلته د اوبو حاجت وو، د خوږو اوبو صرف يو كوهے وو او هغه د يو يهودي وو، حضرت عُثمانِ غنـي رَضِیَ الله عَنْهُ هغه كوهے واخستلو او د مسلمانانو د پاره ئې وقف كړو، هغه وخت مالِكِ جَنَّت، قاسِمِ نِعمَت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هغوئي ته د جنَّت زيرے وركړو.([1]) * يو ځل د مسجِدِ نَبَوِي د فراخه كولو د پاره د زمكې ضرورت پيښ شو، حضرت عُثمانِ غنـي رَضِیَ الله عَنْهُ د 20 زره يا 25 زره درهمو (يعنې د سپينو زرو سِكو) په بدله كښې زمكه واخستله او د مسجِدِ نَبَوِي د پاره ئې پيش كړه،  هغه وخت مالِكِ جَنَّت، قاسِمِ نِعمَت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هغوئي ته د جنَّت زيرے وركړو. ([2])* د حضرت عَلِـىُّ المُرتضٰى شيرِ خُدا رَضِیَ الله عَنْهُ نه روايت دے چې د مسجِدِ حرام شريف، چرته چې كعبه شريفه ده، يو ځل د دې جمات فراخه كولو د پاره د ځائے ضرورت شو، حضرت عُثمانِ غنـي رَضِیَ الله عَنْهُ 


 

 



[1]...ریاض النضرۃ، الباب:الثالث، فصل:السادس، جز:3، صفحہ:17۔

[2]...ریاض النضرۃ، الباب:الثالث، فصل:السادس، جز:3، صفحہ:18۔