Usman-e-Ghani Aur Muhabbat-e-Ilahi

Book Name:Usman-e-Ghani Aur Muhabbat-e-Ilahi

د 10 زره دينارو (يعنې د سرو زرو د سِكو) په بدله كښې يو كور واخستلو او د جمات د پاره ئې وقف كړو، هغه وخت هم خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم حضرت عُثمانِ غنـي رَضِیَ الله عَنْهُ ته د جنَّت زيرے عطا كړو.([1]) * د غزوۀ تبوك په موقع حضرت عُثمانِ غنـي رَضِیَ الله عَنْهُ 950 اوښان او 50 اَسُونه د ساز و سامان سره حاضر كړل، بلكه په يو روايت كښې دي: حضرت عُثمانِ غنـي رَضِیَ الله عَنْهُ د غزوۀ تبوك په موقع باندې 950 اوښان او يو زر او پنځوس 1050 اَسُونه (ټول دوه زره اوښان او اَسُونه) پيش كړل، لس زره اشرفئ ئې پيش كړې او بيا ئې لس زره ديناره (د سرو زرو) نور حاضر كړل، دغه وخت هم خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم حضرت عُثمانِ غنـي رَضِیَ الله عَنْهُ ته د جنَّت زيرے وركړو. ([2])

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د اَمِیْرُ الْمُؤْمِنِیْن، حضرت عُثمانِ غنـي رَضِیَ الله عَنْهُ د سيرت پاك نه معلومه شوه چې څوك د الله پاك سره محبت كوي هغه د الله پاك په لاره كښې د قُربانئ پيش كولو نه هيڅ كله نه شاته كيږي بلكه د زړه په اِخلاص سره سخاوت كوي، د الله پاك په لاره كښې خپل مال خرچ كوي او په مال خرچ كولو كښې ئې څه ښودنه مقصود نه وي، هغه خلقو ته د ښودلو، خپل تعريف كولو د پاره مال نه خرچ كوي، خپل تصويرونه په اخبارونو كښې نه چاپ كوي، په سوشل ميډيا باندې د خپل سخاوت ښودلو په ذريعه غريبان نه رُسوا كوي بلكه صرف او صرف د الله پاك د رضا د پاره خپل مال خرچ كوي چې الله پاک راضي شي. الله پاك ارشاد فرمائي:

وَ رِضْوَانٌ مِّنَ اللّٰهِ اَكْبَرُؕ-   (پارہ:10، سورۂ توبہ:72)          

مفهوم ترجمہ کنز العرفان: او د الله رضامندي لوئ څيز دے.


 

 



[1]...ریاض النضرۃ، الباب:الثالث، فصل:السادس، جز:3، صفحہ:20۔

[2]...ریاض النضرۃ، فصل:السادس، جز:3، صفحہ:16، مرآۃ المناجیح، جلد:8،صفحہ:395۔