Usman-e-Ghani Aur Muhabbat-e-Ilahi

Book Name:Usman-e-Ghani Aur Muhabbat-e-Ilahi

    فقيهِ مِلَّت مفتـى جلالُ الدِّين امجدي فرمائي: حضرت عُثمانِ غنـي رَضِیَ الله عَنْهُ ته ښه معلومه وه چې د وَلے روانې اوبه اودريدے شي، غر د خپل ځائے نه لرې كيدے شي خو د محبوب صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارك هيڅ كله نه شي بدليدے. ځکه د حضرت عُثمانِ غنـي رَضِیَ الله عَنْهُ پوخ يقين وو چې حُضُور صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي نو اوس به زه لازمي شهيد کيږم، او ځکه حضرت عُثمانِ غنـي رَضِیَ الله عَنْهُ ټول عُمر د خپل شهادت انتِظار هُم كولو،

     او د هغوئي د شهادت دا انتِظار كول الله پاك په قرآنِ پاك كښې بيان كړي دي، د حضرت عُثمانِ غنـي رَضِیَ الله عَنْهُ او د يو څو نورو صحابۀ كرامو عَلَيْهِمُ الرِّضْوان مُتَعَلِّق الله پاك ارشاد فرمائي:

فَمِنْهُمْ مَّنْ قَضٰى نَحْبَهٗ وَ مِنْهُمْ مَّنْ یَّنْتَظِرُ ﳲ   (پارہ21،سورۃالاحزاب:23)   

مفهوم ترجمہ کنز العرفان: نو په هغوئي كښې چا خپله منښته پورا كړي ده اوڅوك لا انتِطار كوي.

    يعنې حضرت عُثمانِ غنـي رَضِیَ الله عَنْهُ او يو څو نور صحابۀ كرام عَلَيْهِمُ الرِّضْوان هغه دي چې د شهيد كيدلو په ذريعه د الله پاك په بارګاه كښې د حاضريدلو په بے قرارئ سره انتِظار كوي. ([1]) سُبْحٰنَ الله! څه ښكلے شان دے د حضرت عُثمانِ غنـي رَضِیَ الله عَنْهُ ...! چې هغوئي د شهادت انتِظار كولو او الله پاک دا انتظار په قرآن کريم کښې هُم بيان کړو۔

    په 18 ذُوالحِجَّةُ الحرام، سن 35 هجري كښې د 82 كالو په عمر كښې د حضرت عُثمانِ غنـي رَضِیَ الله عَنْهُ دا انتَظار ختم شو، هغوئي د مسلمانانو 12 كاله خليفه پاتې شوے وو، د مصر څه خلقو بغاوت اوكړو او په ناحقه د هغوئي د كور مبارك نه را چاپيره شو،


 

 



[1]...خطبات محرم، صفحہ:154ملتقطاً۔