Usman-e-Ghani Aur Muhabbat-e-Ilahi

Book Name:Usman-e-Ghani Aur Muhabbat-e-Ilahi

حضرت عُثمانِ غنـي رَضِیَ الله عَنْهُ اَمِیْرُ الْمُؤْمِنِیْن  وو، صحابۀ كرامو عرض اوكړو: مونږ ته اجازت راكړئ چې د تُورې په زور دا باغيان د دې ځائے نه لرې كړو خو اَمِیْرُ الْمُؤْمِنِیْن، حضرت عُثمانِ غنـي رَضِیَ الله عَنْهُ وينه تويَوَل نه خوښول او صبر ئې كولو. ([1]) آخر دا چې باغيانو 40 ورځې د هغوئي د كور ګيراؤ اوکړو، 40 ورځې هغوئي د لوږې او تندې په حالت كښې تيرې كړې، او دا 40 ورځې هغوئي روژے اونيولې او آخر دا چې په ډير ظُلم و سِتَم سره شهيد کړے شو، په آخري وخت کښې هُم هغوئي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ  د قرآن كريم په تلاوت کښې مصروفه وو.

      خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د سیرتِ حضرتِ سَيِّدُنا عُثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ  د دې انداز نه معلومه شوه چې څوک الله پاک سره مَحبَّت کوي هغه د الله پاک په بارګاه کښې د حاضرئ او د هغه د ملاقات ډير زيات شوق لري، په حديث شريف کښې دي: مَنْ اَحَبَّ لِقَاءَ اللہِ اَحَبَّ اللہُ لِقَائَہٗ يعني څوک چې الله پاک سره د ملاقات شوق لري، الله پاک د هغه ملاقات خوښوي۔

      مشهور مُفَسِّر حَكِيمُ الاُمَّت حضرت مُفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې حديثِ پاک لاندې فرمائي: په دې حديث شريف کښې د الله پاک د ملاقات نه مراد مرګ دے ځکه چې صرف مرګ د الله پاک د ملاقات ذريعه ده، خو د الله پاک د ملاقات خوښولو مطلب دا نه دے چې بنده د مرګ خواهش اوکړي، د مرګ دعاګانې اوکړي، داسې کول خو منع دي بلکه د الله پاک د ملاقات د شوق نه مراد دا دے چې بنده په دُنيا کښې زړه نه لګوي، د آخرت تياري کوي او هر وخت د الله د رضا والا کارونو کښې مشغول اوسي،


 

 



[1]...کرامات عثمان غنی، صفحہ:3،14۔