Usman-e-Ghani Aur Muhabbat-e-Ilahi

Book Name:Usman-e-Ghani Aur Muhabbat-e-Ilahi

     حديثِ پاك كښې دي: الله پاك سره مَحَبَّت اوكړئ چې هغه تاسو ته نعمتونه عطا كوي او د الله پاك د مَحَبَّت د پاره زما سره مَحَبَّت اوكړئ او زما د مَحَبَّت د پاره زما د اهلِبيتو سره مَحَبَّت اوكړئ. په يو بل حديثِ پاك كښې ارشاد دے: چا چې زما د صحابؤ سره مَحَبَّت اوكړو هغه زما سره مَحَبَّت اوكړو، چا چې زما د صحابؤ سره بُغض اوساتو، هغه زما سره بُغض اوساتو.

     مُفسّرِ قرآن، مُفتی احمد یار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د الله پاك   د مَحَبَّت د پاره د هغه د رسُول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره مَحَبَّت ضروري دے او رَسُولُ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره مَحَبَّت د پاره د ټولو صحابۀ كرامو، د حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د اهلِ بيتو، د اولادِ پاك او د ازواجِ مُطَهَّراتو سره مَحَبَّت لازم و ضروري دے، دا ټول مَحَبَّتونه په اِيمان کښې داخل دي بلكه عينِ اِيمان (يعنې د اِيمان بُنياد) دے. ([1]) 

محمد کی محبت دینِ حق کی شرطِ اَوَّل ہے       اسی میں ہو اگر خامی تو سب کچھ نامکمل ہے

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                               صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

    اے عاشِقانِ رسول! 18 ذُوالحجه د اِسلام د دريم خليفه اَمِیْرُ الْمُؤْمِنِیْن، حضرت عُثمانِ غنـي رَضِیَ الله عَنْهُ د عُرس مبارک ورځ ده، اَمِیْرُ الْمُؤْمِنِیْن، حضرت عُثمانِ غنـي رَضِیَ الله عَنْهُ د الله پاك سره ډير مَحَبَّت كوونكے وو، راځئ چې د حضرت عُثمانِ غنـي رَضِیَ الله عَنْهُ د سيرت په رنړا كښې اوګورو چې د الله پاك سره د مَحَبَّت كوونكو د ژوند انداز څنګه وي؟ د هغوئي اوصاف څه څه وي؟ نو دغسې به مونږ ته د حضرت عُثمانِ غنـي رَضِیَ الله عَنْهُ د ذِكر بركتونه هم نصيب شي او ورسره ورسره به الله پاك سره د مَحَبَّت كوونكو  يو څو طريقے او اوصاف هم زده كول رانصيب شي.


 

 



[1]...تفسیر نعیمی، پارہ:2، سورۂ بقرہ، زیرِ آیت:165، جلد:2، صفحہ:137۔