Usman-e-Ghani Aur Muhabbat-e-Ilahi

Book Name:Usman-e-Ghani Aur Muhabbat-e-Ilahi

    ترور ئې د حضرت عُثمانِ غنـي رَضِیَ الله عَنْهُ پوهه كولو د پاره د رښتيني دِينِ اسلام مُتَعَلِّق نورې خبرې هم اوكړې، حضرت عُثمانِ غنـي رَضِیَ الله عَنْهُ فرمائي:د ترور خبرې زما په زړه كښې كښيناستلې، نو ما د هغې په باره كښې غور و فِكر شروع كړو. حضرت ابُوبَكر صِدِّيق رَضِیَ الله عَنْهُ زما دوست وو، زه د هغوئي خوا ته لاړم، اِتِّفاقاً هغه وخت هغوئي يواځې وو، ما لا د خپلې ترور په خبرو غور كولو، حضرت ابُوبَكر صِدِّيق رَضِیَ الله عَنْهُ چې زه په سوچ كښې ډوب اوليدم نو تپوس ئې رانه اوكړو، ما د خپلې ترور ټولې خبرې حضرت ابُوبَكر صِدِّيق رَضِیَ الله عَنْهُ ته واورولې، زما د خبرو په اوريدلو حضرت ابُوبَكر صِدِّيق رَضِیَ الله عَنْهُ اوفرمائيل: عُثمانه! ته خو پوهه سړے ئې، په تا باندې حق څنګه پټ پاتې شوے دے...؟ بيا حضرت ابُوبَكر صِدِّيق رَضِیَ الله عَنْهُ ما ته د اسلام په باره كښې خبر راكړو، د كفر و شِرك د سپيره والي نه ئې خبر كړم او اوئې فرمائيل: عُثمانه! ستاسو ترور رښتيا فرمائيلي دي، واقعي مُحَمَّد بِن عبدُ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د الله پاك رښتينے رسول دے. الله پاك د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په سر مبارك د رِسالَت تاج ايښودے دے او د ټول مخلوق د هدايت د پاره ئې راليږلے دے، اے عُثمانه! تاسو پخپله د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خدمت كښې ولے نه حاضريږئ او د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم كلام ولے نه اورئ؟ 

     د حضرت ابُوبَكر صِدِّيق رَضِیَ الله عَنْهُ په ترغيب باندې حضرت عُثمانِ غنـي رَضِیَ الله عَنْهُ د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خدمت كښې حاضريدلو ته تيار شو خو قِسمَت ته نور څه منظور وو، حضرت عُثمانِ غنـي او حضرت ابُوبَكر صِدِّيق رَضِیَ الله عَنْهُما لا هُم دا خبرې كولې چې د دواړو جهانو سردار، مُحَمَّدِ عَرَبِـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هغوئي په خوا تيريدلو، چې حضرت عُثمانِ غنـي رَضِیَ الله عَنْه ئې اوليدلو نو نِزدے ئې تشريف راوړو او اوئې فرمائيل: يَا عُثْمانَ! اَجِبِ اللهَ اِلىٰ جَنَّتِهِ، فَاِنِّـىْ رَسُوْلُ اللهِ اِلَيْكَ وَاِلىٰ خَلْقِهِ يعنې عُثمانه! جَنَّت