Imam Hussain Ki Ibadat

Book Name:Imam Hussain Ki Ibadat

پكار دي چې آيا مونږه د حج فرض كيدو باوجود فرض حج ادا كړے كه نه؟ الغرض هغوئي رَضِىَ اللهُ  تَعَالٰی  عَـنْهُ به خپلې ورځې او شپې د الله پاك په اطاعت او فرمانبردارئ او عبادتونو كښې تيرولې او يو ساعت به ئې فضول نه تيرولو. بلكه هر وخت به ئې زړه د الله په ياد كښې مصروف وو او په ژبه به ئې ذِكرُ الله جاري وو، يعني هغوئي به په ناسته ولاړه  هر وخت د الله ذِكر كولو او خاص طور د لمَانځه اداكولو ډير زيات خيال به ئې ساتلو او په ډير شوق او مَحبَّت به ئې لمُونځ ادا كولو، ځكه چې د لمَانځه تعليم خو ئې په ماشوم والي كښې د نبـي كريم صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه حاصل كړے وو، دا د هم هغه مدني تربيت بركتونه وو چې هغوئي به د فرض لمُونځونو سره سره ډير ډيرنفلونه هُم ادا كول.

     سُبْـحٰـنَ الـلّٰـہ! قربان شم! د حضرتِ امام حُسين رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى  عَنْه د عبادت و رياضت د شوق نه، چې د جَنَّتي ځوانانو سردار دے، حضرتِ امام حُسين رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى  عَنْه اوچتې مرتبے والا صحابي دے، حضرتِ امام حُسين رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى  عَنْه د حضرت عَلِـىُّ المُرتضٰى رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى  عَنْه شهزاده دے، حضرتِ امام حُسين رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى  عَنْه د بي بي فاطِمه رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى  عَنْها د ځيګر ټكړه ده، حضرتِ امام حُسين رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى  عَنْه د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نمسے دے، حضرتِ امام حُسين رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى  عَنْه د حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په اهلِبيتو كښې شامل دے او د اهلِبيتو شان دا دے چې خوږ مكِّـى مَدَنـى آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي: يو بنده هُم كامِل مومِن نه شي كيدے تر څو چې ما سره د خپل ځان نه هُم زيات مَحبَّت اونكړي او زما ذات هغه ته د خپل ذات نه زيات خوښ نه وي او زما اولاد هغه ته زما د اولاد نه زيات ګران نه وي او زما اَهلِبَيت هغه ته د خپل كور د كسانو نه زيات ګران او محبوب نه شي.

(شُعَبُ الْاِيْمان، باب فِـى حُبّ النبـى ج٢ ص١٨٩ حديث١٥٠٥)