Imam Hussain Ki Ibadat

Book Name:Imam Hussain Ki Ibadat

      حضرتِ سَيِّدُنا امام حسين رَضِىَ اللهُ  تَعَالٰی  عَـنْهُ صحابۀ كرامو كښې شامل دے او د صحابۀ كرامو عَـلَيْهِمُ الرِّضْوَان دا شان دے چې زمونږ خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائيلے دے: ستاسو د غـر همره سره زر خيرات كول زما د كوم يو صحابي د پينځه پاوه وربشو خيرات كولو بلكه د هغې د نيمې همره هُم نه شي كيدے.(بخاری،کتاب فضائل اصحاب النبی،باب قول النبی لو کنت متخذا خلیلا، ۲ /۵۲۲،حدیث: ۳۶۷۳)

      د دې ټولو فضائلو باوجود د حضرتِ سَيِّدُنا اِمام حُسين رَضِىَ اللهُ  تَعَالٰی  عَـنْهُ حال دا دے چې فرائضو سره سره به ئې ډير ډير نفلي عباداتونه هُم كول.

د اولاد ښه تربِيَّت اوكړئ

     اے د صحابه او اولياؤ عاشقانو! مونږ د حضرتِ سَيِّدُنا امام حُسين رَضِىَ اللهُ  تَعَالٰی  عَـنْهُ د نفلي عبادتونو مُتَعَلِّق واوريدل، مونږ ته پكار دي چې د خپلو عبادتونو جائزه واخلو، نفل عبادتونه خو په خپل ځائے، خو اول دا سوچ كول پكار دي چې آيا مونږه پينځه وخته فرض لـمونځ په صحيح طريقه ادا كوو؟ آيا جَمعې سره [يعني اِمامتئ سره] د لـمانځه ادا كولو اهتمام كوو.

      د حضرتِ سَيِّدُنا اِمام حسين رَضِىَ اللهُ  تَعَالٰی  عَـنْهُ تربِيَّت زمونږ د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په مباركه غيږه كښې شوے وو. آيا مونږه كله د خپلو بچو او كور والؤ د قرآن و سُنَّت مطابق د تربِيَّت كولو سوچ كړے دے. مونږ ته پكار دي چې د خپلو بچو او كور والؤ د تربِيَّت د پاره وخت اوباسو او د هغوئي داسې تربِيَّت كولو كوشش اوكړو چې په زړونو كښې ئې د عبادت شوق پيدا شي.

     ياد ساتئ! كه بچي مو په وړوكوالي كښې د ناجائزه او حرامو كارونو نه بچ كړل او د هغوئي مو ښه تربيت اوكړو نو په دُنيا او آخِرت كښې به كاميابي د هغوئي مقدر