Imam Hussain Ki Ibadat

Book Name:Imam Hussain Ki Ibadat

شي، څنګه چې سيِّدُنا امام حُسين رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى  عَنْه په ماشوم والي كښې د ښه تربيت په بركت د بيشميره صِفَتونو مالك جوړ شو، لِهٰذا په مور و پلار باندې لازم دي چې د بچو ښه تربيت اوكړي ګني د قيامت په ورځ به په دې باره كښې تپوس كيږى، چنانچه

     حضرت سيِّدُنا عبد الله بن عُمر رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى  عَنْهما يو كس ته اوفرمائيل: د خپل بچي ښه تربيت اوكړه ځكه چې ستا نه به ستا د اولاد په باره كښې تپوس كيږي چې تا د هغه څنګه تربيت كړے وو او تا هغه ته څه زده كړي وو.   (شعب الایمان،باب فی حقوق الاولاد والاھلین، ۶/۴۰۰،حدیث: ۸۶۶۲)

ياد ساتئ! كه مونږه د خپلو بچو د اصلاح كوشش اونكړو او هغوئي مو د لمَانځه او روژے پابند جوړ نه كړل نو د قيامت د ورځې رُسوائے سره سره به دُنياوي نقصان هُم دا كيږي چې بيا غټ شي نو زمونږ خبره به هُم نه مني، بيا به زمونږ په ښه خبره هُم غُصَّه كيږي او ورځ په ورځ به زمونږ د پاره د پريشانئ باعث جوړيږي خو بيا به سوا د پښيمانتيا نه هيڅ په لاس نه راځي.

الله پاك دِ مونږ ټولو مسلمانانو ته د اِمام حُسَين رَضِىَ اللهُ  تَعَالٰی  عَـنْهُ د عبادتونو په خاطر د فرضو عباداتو سره د ډير ډير نفلي عباداتو كولو توفيق راكړي. اٰمِين بِجَاهِ النَّبِىِّ الْاَمِين  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د تلاوتِ قرآن جذبه

     اے عاشقانِ امام حُسَين! څنګه چې سيِّدُنا امام حُسين رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى  عَنْه د ډىرو