Book Name:Imam Hussain Ki Ibadat
ډيرو نفلي لـمونځونو كولو شوق لرلو، دغسې هغوئي د ډير ډير تلاوتِ قرآن شوق هُم لرلو، راځئ چې د هغوئي رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى عَنْه كثرت سره د تلاوتِ قرآن كولو متعلق واورو: چنانچه
حضرت سيدنا امام شعبـي رَحْمَةُاللّٰهِ تعالٰى عَلَيْه فرمائي: رَاَيْتُ الْحُسَيْنَ يَتَخَتَّمُ فِيْ شَهْرِ رَمْضَانَ يعني ما اوليدل چې سيِّدُنا امام حُسين رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى عَنْه به په رمضانُ المُبارك كښې د مكمل قرآنِ كريم ختم فرمائيلو. (سیر اعلام النبلا ء،الحسین بن على،۴/۴۱۰)
حضرت سيِّدُنا امام حُسين رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى عَنْه د قرآنِ مجيد باعمله عالِم، د تقوٰى و پرهيزګارئ او خوفِ خُدا نمونه او ډير زيات سخاوت كوونكے وو. (شہادت نواسہ سید الابرار،ص۴۷۳ملخصاً)
د تلاوتِ قران او لمُونځ سره محبت
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د سيِّدُنا امام حُسين رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى عَنْه د قرآنِ كريم د تلاوت او لمُونځونو سره د محبت اندازه د دې خبرې نه اولګوئ په نهم مُحَرَّمُ الْحَرَام چې كله يزيديانو سره د صلح كولو اُميد ختم شو نو امام عالي مقام، سَيِّدُنا امام حُسين رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى عَنْه خپلو ملګرو ته اوفرمائيل چې په څه طريقه دا جنګ د صبا ورځې پورې حصار كړے شي او نن شپه مونږ ته د الله پاك د عبادت د پاره نصيب شي نو ډيره ښه به وي، بيا ئې اوفرمائيل: كه موقع ملاو شي نو نن شپه په لمَانځه، دُعا او استغفار كښې تيره كړو ځكه چې ما ته د الله پاك د رضا د پاره لـمانځه او تلاوتِ قران سره محبت دے او په كثرت سره دُعا او استغفار زما معمول دے. (الکامل فی