Imam Hussain Ki Ibadat

Book Name:Imam Hussain Ki Ibadat

التاریخ،۳/۴۱۵)

        اے عاشقانِ صحابه و اهلبيت! لږ سوچ اوكړئ! چې چاپيره د دُښمنانو ګنړه وي، مصيبتونه او ازميښتونه جاري وي او د څښلو د پاره اوبه هُم نه وي نو زمونږ په شان خلق به دا خواهش كوي چې كاش په څه طريقه د دې مصيبتونو نه خلاص شو، خو د سَيِّدُنا امام حُسين رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى  عَنْه خواهش اوګورئ چې فرمائي كاش چې دا شپه هم د عبادت كولو سعادت رانصيب شي، چې دا شپه هم په تلاوتِ قرآن كښې تيره شي، كاش چې دا شپه هم دُعاګانو او مناجاتو كښې تيره شي واقعي دا د عبادت داسې اعلٰى جذبه او شوق وو چې په ميدانِ كربلا كښې هُم د دومره زياتو تكليفونو او مصيبتونو باوُجود هُم دا جذبه كمزوري نه شوه او په ميدانِ كربلا كښې ترينه لسو ورځو كښې يو لمُونځ هم نه دے قضا شوے، د عبادت دومره شوق، دومره شوق چې په آخري وخت كښې ئې هُم خپل سر مبارك د الله پاك په بارګاه كښې ښكته كړو او د سجدے په حالت كښې شهيد شو.

دولسو دِيني کارونو كښې یو دِيني کار

”د سحر د لـمانځه نه پس د قرآن و تفسير حلقه“

     اے عاشقانِ امام حُسين: كه تاسو هم د الله و رسول عَزَّوَجَلَّ و صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د احكاماتو مطابق ژوند تيرول غواړئ، د لـمانځه، روژو او نفلي عباداتو پابندي كول غواړئ او د امام حُسين رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى  عَنْه په سيرت باندې د عمل كولو جذبه زياتول غواړئ نو فوراً د عاشقانِ رسول دِيني تحريک دعوتِ اسلامي دِيني ماحول سره تړون اوكړئ او خپل څه نه څه وخت اوباسئ او د ذىلي حلقے دولسو دِيني