Imam Hussain Ki Ibadat

Book Name:Imam Hussain Ki Ibadat

کارونو كښې د يو دِيني کار ذِمه واري واخلئ. د ذىلي حلقے دولسو دِيني کارونو كښې يو كار ”د سحر د لـمانځه نه پس د قرآن و تفسير حلقه“ هم ده. چې په هغې كښې د سحر د جَمعې [يعني د امامتئ د] لمَانځه نه پس د دعوتِ اسلامي تحت ډيرو جُماتونو كښې هره ورځ د درې آيتونو تلاوت د ترجَمه كنز الايمان او تفسير خزائنُ العرفان يا تفسير نورُ العرفان يا تفسير صِراط الجنان سره لوستل، مدني درس (درسِ فيضانِ سُنَّت)، منظوم شجره قادريه رضويه عطاريه د لوستلو او اوريدلو اهتمام كيږي.

     دولسو دِيني کارونو كښې د دې دِيني کار ”د سحر د لـمانځه نه پس د قرآن و تفسير حلقه“ تفصيلي معلوماتو حاصلولو د پاره د مكتبةُ المَدينه رساله ”بعد فجر مدني حلقه“ اولولئ، ټول اسلامي ورونړه دِ د دې رسالے لازمي مطالعه اوكړي، دا رساله د دعوتِ اسلامي ويب سائټ نه هم لوستلے شئ او ډاؤن لوډ كولے ئې هم شئ.

     په دې رساله كښې تاسو لوستلے شئ *  د سحر د لـمانځه نه پس حلقه څه ته وائي؟ * د دې حلقے لګولو طريقه * د دې حلقے د معمولاتو وضاحت * د فيضانِ سُنَّت متعلق فائده مندې خبرې * د شجره شريف لوستلو بركتونه * د دُعا فائدے * د اشراق و څاښت [د نفلونو] بركتونه * د قرآن و تفسير حلقه لګولو فائدے او  * د دې حلقے لګولو يو څو احتياطونه وغيره

     اَلْـحَـمْدُ لِـلّٰـه! * د قرآن و تفسير د حلقے په بركت په جُمات كښې د كښيناستلو ثواب حاصليږي * د سحر د لـمانځه نه پس د قرآن و تفسير حلقه