Imam Hussain Ki Ibadat

Book Name:Imam Hussain Ki Ibadat

ورځو كښې هغه ته ويزے ملاؤ شوے.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                           صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

صدقه و خيرات

     خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! مونږه د سيدنا امام حُسين رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى  عَنْه د عباداتو مُتَعَلِّق بيان اوريدلو، څنګه چې هغوئي د فرائضو واجباتو او نفلي لمُونځونه پابندي كوله، دغسې هغوئى كثرت سره نفلي صدقات او خيرات هُم كول، د غريبانو مسكينانو مدد به ئې كولو، دا د هغوئي خانداني وراثت وو، ځكه چې هغوئي د اهلبيتو د سخي كورنئ يو كس وو، ځكه په سخاوت او د الله په لاره كښې خرچ كولو كښې د چا نه هُم كم نه وو. هغوئي د صدقه و خيرات ډيره زياته جذبه لرله او بعضے وخت به ئې خپل ضرورتونه په خپلو مسلمانانو ورونړو باندې قربان كړل. راځئ چې د هغوئي د صدقه و خيرات په باره كښې يوه واقعه واورو: چنانچه

سَخي داسې وي

     يو ځل يو كس د سيدنا امام حُسين رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى  عَنْه په خدمت كښې حاضر شو او د خپلې تنګدستئ او لوَږې شكايت ئې اوكړو، هغوئي ورته اوفرمائيل لږ كښينئ! زما وظيفه راروانه ده، څنګه چې وظيفه را اورسي نو تاسو به رخصت كړم. لږ ساعت تير شو چې د حضرت امير معاويه رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى  عَنْه له طرفه د زرو زرو دينارو پينځه تيلئ د هغوئي په خدمت كښې پيش كړے شوې. پيغام راوړونكي عرض اوكړو چې سيدنا امير معاويه رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى  عَنْه ډيره په عاجزئ سره فرمائيلي دي چې دا لږ رقم قبول كړئ او په غريبانو كښې ئې تقسيم كړئ. حضرت سيدنا امام حُسين رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى  عَنْه