Imam Hussain Ki Ibadat

Book Name:Imam Hussain Ki Ibadat

ټول رقم هغه غريب ته وركړو او ورته ئې اوفرمائيل چې معافي غواړم تاسو انتظار اوكړو. (کشف المحجوب ، باب فی ذکر آئمتہم من اہل البیت، ص۷۷)

     اے عاشقانِ امام حُسين! د دې واقعے نه دوه خبرې معلومي شوې.

     يوه دا چې حضرت سيدنا امام حُسين رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى  عَنْه به د صدقه و خيرات كولو، د غريبانو، تنګدستو، محتاجو او حاجت مندو مدد كولو څنګه چې اوس مونږه واوريدل چې هغوئي ټول رقم فوراً هغه غريب و محتاجه ته وركړو خو افسوس په دې زمانه كښې مونږه د بُخل نه كار اخلو او صدقه و خيرات كولو كښې سُستي كوو، كه څوك حاجتمند هم راشي نو د كاروبار يا روزګار د كمزورئ ګيلے شروع كړو او په دروغو ترينه ځان خلاص كړو او كه چرته چا سره د مدد كولو توفيق رانصيب شي نو د حُبِّ جاه [يعني د عزت او شُهرت خواهش] او رياكارئ په آفت كښې اخته شو، د چا مدد چې اوكړو هغه سره تصويرونه اوباسو  او بيا هغه په سوشل ميډيا باندې اَپ لوډ كوو او په دې آفت كښې اخته شو چې خلق واه واه اوكړي او زما صفتونه اوكړي. ياد ساتئ! په صدقه و خىرات كولو  په ظاهره مال  كميږي خو په حقيقت كښې [زياتيږي] يعني ډير ډير بركتونه ورسره حاصليږي څنګه چې

په صدقه وركولو مال نه كميږي

     زمونږ د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارك دے: مَانَقَصَ مَالٌ مِنْ صَدَقَۃِِ  يعني په صدقه وركولو مال نه كميږي. ( معجم اوسط،من اسمہ احمد،۱/۶۱۹،حدیث: ۲۲۷۰) 

     بله دا چې سيدنا امام حسين َرضِیَ اللّٰهُ تعالٰى  عَنْه  د عاجزئ او انكسارئ نمونه وو ځكه خو ئې لږ شان ناوخته كيدلو باندې د هغه كس نه معافـي اوغوښتله،