Imam Hussain Ki Ibadat

Book Name:Imam Hussain Ki Ibadat

حالانكه د هغوئي د پاره د دې خبرې معافـى غوښتل ضروري نه وو، خو بيا ئې هم معافـى اوغوښتله. او كه مونږه په خپل حال غور اوكړو نو عاجزي و انكساري خو لرې خبره ده، مونږه د غلطيانو كولو باوُجود معافي نه غواړو او ځان بدمعاش ثابتولو د پاره داسې وايو: وروره مونږه خو د شريفانو سره شريفان او بدمعاشانو سره بدمعاشان يو، كه څوك جګړه كوي ر اتير دِ شي چې پته ئې اولګي، څوك چې راته يوه خبره اوكړي مونږ ورته لس خبرې كوو، څوك چې څه تكليف راكړي مونږ د هغه سكون ختم كړو. او زمونږه بزرګانو سره به كه چا څه بدتميزي اوكړه نو هغه سره به ئې هم ښه اخلاق اختيارول، هغوئي به د غلطئ نه كيدلو باوُجود هم معافـي غوښتله، زمونږه بزرګانِ دين ته كه چا كنزلې هم اوكړې نو هغوئي به ورته په جواب كښې دُعاګانې كولې، زمونږه بزرګانِ دين به چې چا خفه كړل نو هغوئي ته به ئې هم معافـي وركوله. او زمونږه حال دا دے چې بغير د څه شرعي وجهې خلق خفه كوو، قَصداً [يعني اِرادَتاً] خلقو ته تكليف وركوو، د خلقو غيبتونه كوو، ناحقه د خلقو حق وهو، خلقو ته كنزلې كوو، مونږه د خلقو نه د بدله اخستلو موقعے لټوو، لِهٰذا مونږ له پكار دي چې د دا بد عادتونه پريږدو او د خپلو مشرانو په لار روان شو، د معاف كولو، د حِلم و بُردبارئ، برداشت، عاجزئ و انكسارئ عادت جوړ كړو.

عاجزي اختيار كړئ

     د خَاتَمُ المُرْسَلِيْن، رَحْمَةٌ لِّلْعٰلَمِيْن صَلَّى اللهُ  تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارك دے: په صَدَقه وركولو مال نه كميږي او چې بنده د چا قصور مُعاف كړي نو الله