Book Name:Imam Hussain Ki Ibadat
څوك چې رَسُولُ الله صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره وي. او د حُضور صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ملګرتيا نصيب كيدلو ذريعه د دُرود شريف كثرت دے. د دې نه معلومه شوه چې دُرود شريف بهترينه نيكي ده ځكه چې په ټولو نيكو جَنَّت ملاويږى او د دې [دُرود شريف] سره د جَنَّت شهنشاه (صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم) ملاويږي. (مرآۃ المناجیح، ۲/۱۰۰)
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
فرمَانِ مُصطَفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم: ا َفْضَلُ الْعَمَلِ اَلنِّيَّةُ الصَّادِقَةُ (يعنې) رښتينے نِيَّت د ټولو نه افضل عمل دے.([1])
اے عاشقانِ رَسُول! ياد ساتئ! په نيك او جائز كار كښې چې څومره ښه نِيَّتونه زيات وي هغه همره به ثواب هُم زيات كيږي. د ثواب حاصلولو د پاره د بيان اوريدلو نه مخكښې ښه ښه نِيَّتونه كوو:
نِيَّت اوکړئ چې، * نظر به ښكته ساتم او ښه په غور به بيان اورم. * چې څومره كيدے شو د ډډه وهلو په ځائے به د عِلمِ دِين د تعظيم [يعني ادب] په نِيَّت د اَلتَّحِيَّات په شكل كښې كښينم * كه قلم كاغذ درسره وي نو د اهمو نكاتو نوټ كولو نِيَّت هم اوكړئ.
مُحترمو اسلامي ورونړو! د ثواب حاصلولو د پاره د بيان اوريدو نه مخكښې ښه ښه نِيَّتونه كوو: فرمَانِ مُصطَفٰے صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم: ”نِيَّةُ الْمُؤْمِنِ خَيْرٌمِّنْ عَمَلِهٖ“ د