Imam Hussain Ki Ibadat

Book Name:Imam Hussain Ki Ibadat

تعالٰى به د هغه (يعني د مُعاف كوونكي) عِزَّت زياتوي او څوك چې د الله تعالٰى د پاره تَواضُع (يعني عاجِزي) اوكړي، الله تعالٰى به هغه ته اوچت والے وركړي. (صحيح مُسلِم ص١٣٩٨ حديث٢٥٨٨ دار ابنِ حزم بيروت)

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                                 صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

       خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د بيان په آخره کښې د سُنَّتو فضيلت او يو څو سُنَّتونه او آداب د بيانولو ثواب حاصلووم. تاجدارِ رِسالت، شَهَنْشاهِ  نُبُوَّت صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي: ’’چا چې زما سُنَّتو سره مَحَبَّت اوكړو هغه زما سره مَحَبَّت اوكړو او چا چې زما سره مَحَبَّت اوكړو هغه به  جنّت کښې زما سره وي.‘‘ (ابنِ  عساكر  ج٩ ص ٣٤٣)

سینہ   تیری  ُسنَّت  کا  مدینہ  بنے  آقا                                                  جنت میں   پڑوسی  مجھے  تم   اپنا   بنانا

سِينه مې دِ شي  جوړه  د  سنّتو  مدينه  خوږه آقا     جنّت كښې مې خپل جوړ كړه ګاونډي خوږه آقا

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                                صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د عِمامه شريف 17 مَدَني ګلونه

 شپږ فرامِينِ مصطفٰی صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم (١) عِمامے سره دوه رکعاته لـمُونځ د عِمامے نه بغير د اويا ”٧٠“ رکعاتو نه افضل [يعني غوره] دے. (الفِردوس بمأ ثور الخطاب ج٢ ص٢٦٥ حديث٣٢٣٣) (٢) په ټوپئ باندې عِمامه زمونږه او د مُشرِکينو په مينځ كښې فرق دے، هر لړ چې مسلمان ئې د خپل سر نه تاوهي په هغې به د قيامت په ورځ يو نُور ورکولے شي. (الجامِعُ الصَّغيرلِلسُّيُّوطى ص٣٥٣حديث٥٧٢٥) (٣) بيشکه الله تعالٰى  او د هغه فرِښتے دُرُود ليږي د جُمُعـے  په ورځ عِمامه والؤ باندې. (الفِردوس بماثورالخطاب ج١، ص١٤٧،حديث٥٢٩) (٤) د عِمامے سره لـمُونځ د لس زره نيکو برابر دے. (ايضاً ج ٢ ص ٤٠٦حديث   ٣٨٠٥ ، فَتاویٰ رَضَوِيّه ج ٦ ص ٢٢٠) (٥)