Imam Hussain Ki Ibadat

Book Name:Imam Hussain Ki Ibadat

مُسلمان نِيَّت د هغه د عمل نه بهتر دے.[1]

هر نيك او جائز كار كښې چې څومره ښه نِيَّتونه زيات وي هغه همره به ثواب هُم زيات كيږي.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                                  صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

       خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د مُحَرَّمُ الْحرام بابركته مياشت جاري ده، دا مباركه مياشت د شُهَدائے كربلا او خاص طور د حضرت سَيِّدُنا امام حسين رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى  عَنْه سره يو خاص نسبت لري، په دې مناسبَت به د نن په بيان كښې مونږه د امام حُسين رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى  عَنْه د عبادت، تقوٰى او پرهيز ګارئ، د هغوئي د صدقه و خىرات، د هغوئي فضائل او مناقب، شان و عظمت او د خوږ نبي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هغوئى سره محبت او خاص طور د اِمام حُسين رَضِىَ اللهُ  تَعَالٰی  عَـنْهُ د عبادت د ذوق او شوق، د هغوئي د عبادت واقعات اورو. كاش! چې مونږ ته ټول بيان د ښو ښو نيتونو سره اوريدل را نصيب شي،.

     راځئ چې د ټولو نه مخكښې يوه واقعه واورو، چنانچه

د امام حسين رَضِىَ اللهُ  تَعَالٰی  عَـنْهُ د مَحبَّت ثواب

    حضرت سیِّد علامه عبد الرحمٰن ابنِ جورزي رَحْمَةُاللّٰهِ  تعالٰى  عَلَيْه فرمائي چې يو ځل د عَمرو بن لَيث مخې ته د هغه ټول فوج جمع كړے شو، عَمرو بن ليث چې كله د خپل فوج كثرت [يعني زياتوالے] اوليدلو نو په ژړا شو او په زړه كښې ئې اووئيل: كاش چې زه د امام حسين رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى  عَنْه د شهادت په وخت كښې هلته موجود وے او زما


 

 



[1]  (معجم ِ كَبِير سهل بِن سعد الساعدى...الخ، ٦/١٨٥، حديث ٥٩٤٢)