Imam Hussain Ki Ibadat

Book Name:Imam Hussain Ki Ibadat

سره دومره فوج وے نو ما به خپل ځان، شان و شوكت او خپل ټول فوج په هغوئي باندې قربان كړے وے. د هغه وخت يو ولي ته په خوب كښې د حُضُورِ اكرَم صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ديدار نصيب شو، خوږ نبي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هغه ته اوفرمائيل: عَمرو بن ليث ته اووايه چې ستا په زړه كښې چې كوم خيال راغلے دے مونږ د هغې نه خبر يُو او مونږه ستا اِراده قبوله كړه، الله پاك دِ تا ته په دې اراده او خيال باندې اجرِ عظيم دركړي. كله چې خوب ليدونكي عَمرو بن ليث ته دا زيرے واورولو نو هغوئي ډير خوشحاله شو او د سترګو نه ئې اوښكې روانې شوے.

     اے د امام حُسين عاشقانو! تاسو واوريدل چې څوك خوش نصيبه د خپل شُهرت، مقام او مرتبے هيڅ پرواه اونكړي او صرف په زړه كښې د الله تعالٰى د رضا او د نبي كريم صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خوشحالولو د پاره امام حُسين رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى  عَنْه سره مَحبَّت او عقيدت ښكاره كوي، په خپل زړه كښې د هغوئي د خدمت كولو ارمان اوكړي نو د هغه خوش نصيبه نه ضرور خوږ حبيب صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خوشحاليږي څنګه چې مونږه دې حكايت كښې واوريدل چې خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د يو غلام په خوب كښې  تشريف راړلو او د عَمرو بن ليث د پاره ئې زيرے اوفرمائيلو او د هغه په زړه كښې راتلونكے خيال ئې قبول كړلو. راځئ چې واورو چې عَمرو بن ليث ته د امام حُسين رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى  عَنْه د محبت په وجه نور كوم مقام او مرتبه حاصله شوي وه، چنانچه

د امام حُسين د محبت په وجه ئې بخښنه اوشوه

     د خُراسان بادشاه عَمرو بن ليث د وفات نه پس چا په خوب كښې اوليدلو نو تپوس ئې ترينه اوكړو چې الله پاك ستا سره څه مُعامله اوفرمائيله؟ هغه اووئيل: الله