Imam Hussain Ki Ibadat

Book Name:Imam Hussain Ki Ibadat

پاك زه اوبخښلم، تپوس ئې ترينه اوكړو چې په څه سبب؟ هغه اووئيل: يو ځل ما د غر نه د خپل لښكر كثرت [يعني زياتوالے] اوليدلو خوشحاله شوم، ما ارمان اوكړو چې كاش! زه هغه وخت په ميدانِ كربلا كښې وے چې كله د يزيديانو لښكر په امام حسين رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى  عَنْه او نورو اهلِبيتو باندې ظلم كولو نو ما به د هغوئي څه خدمت كړے وے، الله تعالٰى د هُم دې نِيَّت په وجه زه اوبخښلم.   (مدارج النبوت ،باب نہم ذکر حقوق آنحضرت ،۱/۳۰۵   ملخصا)

     خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! دا حقيقت دے چې څوك په خپل زړه كښې د اهلِبيتو او د امام حُسين رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى  عَنْه محبت ساتي هغه ته د دُنيا او آخرت بركتونه ملاويږي ځكه چې اهلِبيت كرامو عَلَيْهِمُ الرِّضْوان سره محبت كول داسې دي لكه د خوږ حبيب صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره محبت كول. د اهلِبيت عَلَيْهِمُ الرِّضْوان محبت د دُنيا او آخرت د بيشميره نيكو خزانه ده، تر دې چې د اهلِبيتِ كرامو عَلَيْهِمُ الرِّضْوان مَحبَّت زمونږ د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د شفاعت حاصليدو ذريعه ده څنګه چې د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارك دے: څوك چې وسيله حاصلول غواړي او دا غواړي چې زما په دربار كښې هغه څه خدمت اوكړي، چې د هغې په سبب د قيامت په ورځ زه د هغه شفاعت اوكړم، هغه له پكار دي چې زما د اهلِبيتو عَلَيْهِمُ الرِّضْوان خدمت اوكړي او هغوئي خوشحاله كړي.  (برکاتِ آل رسول،ص ۱۱۰)  

     اے عاشقانِ اهلِبيت! مونږ له هم پكار دي چې د اهلِبيتِ اطهار عَلَيْهِمُ الرِّضْوان او خاص طور د سيدنا امام حُسين رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى  عَنْه غلامي اختيار كړو او د هغوئي په سيرت باندې عمل اوكړو او د هغه مقدسُّو هستيانو ډير ادب او احترام اوكړو، زمونږ خوږ نبي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به هغوئي سره ډيره زياته مينه كوله، چنانچه