Book Name:Imam Hussain Ki Ibadat
حضرت سَيِّدُنا ابو ايوب انصاري رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى عَنْه فرمائي: زه د رسُولُ الله صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خدمت كښې حاضر شوم نو حَسَنَينو كريمَينو رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى عَنْهما د هغوئي په غيږه كښې لوبې كولې. ما عرض اوكړو: يـا رَسُولَ الله صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! آيا تاسو دوئي سره محبت كوئ؟ خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: زه دوئي سره محبت ولے اونكړم، حالانكه دا دواړه زما ګلونه دي چې د دوئي خوشبوئي زه بوئي كووم. (معجم کبیر، ۴/۱۵۵، حدیث:۳۹۹۰)
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! الله پاك امام علي مقام، امام حُسين رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى عَنْه ته ډير خُصُوصيات او شان و عظمت وركړے وو، د هغوئي رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ د عبادت او تقوٰى او پرهيزګارئ واقعات اوريدلو نه مخكښې د هغوئي رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ مختصر ذِكرِ خىر او تعارُف اورو: چنانچه
* حضرت سيِّدُنا امام حُسين رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى عَنْه سِن 4 هجري كښې د ٥ شعبانُ المُعَظَّم په مياشت كښې په مدينه منوره كښې پيدا شوے وو. * خوږ نبـي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هغوئي رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى عَنْه نوم ”حُسين“ او”شبير“ كيښودلو. * د حضرت امام حُسين رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى عَنْه كُنيت ” ابو عبدُالله“ او لقب ”سِبْطُ رسُولِ الله“ (يعني د رسولُ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نمسے) او ”رَيْحانَـةُ الـرَّسُـول“(يعني د رسولُ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ګُل) دے. * حضرت امام حُسين رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى عَنْه د جَنَّتي ځلمو سردار دے. (سیر اعلام