Book Name:Imam Hussain Ki Ibadat
النبلاء،الحسین الشہید...الخ،۴/ ۴۰۲ ۔ ۴۰۴ ملتقطا) * نبـي كريم صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هغوئي په غوږ كښې اذان كړے دے. ( کنز العمال، حصہ: ۱۶، ۸/۲۵۲، حدیث:۴۵۹۹۳) * حضرت امام حُسين رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى عَنْه ډير زيات سخي او نيك خصلت وو. * حضرت امام حُسين رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى عَنْه ډير حجونه پياده كړي وو. حضرت سيدنا مُصعَب رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى عَنْه فرمائي: حضرت امام حُسين رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى عَنْه د مدينے منورے نه پياده پينځه ويشت حجونه كړي وو. (اسد الغابۃ، رقم : ۱۱۷۳، الحسین بن علی، ۲/۲۸ماخوذا) * حضرت امام حُسين رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى عَنْه د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم او د خپل والد محترم عَلِـىُّ المُرتضٰى رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى عَنْه نه ډير علم حاصل كړے وو. * د حضرت امام حُسين رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى عَنْه د علم نه ډكې خبرې داسې خوږې وے چې د خلقو به دا خواهش وو چې دوئي خاموشه نه اوسي بلكه مسلسل د علم و حكمت خزانې بيانوي. * حضرت امام حُسين رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى عَنْه د خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه، د خپل والد صاحب نه، د والده محترمې نه او د اميرُ المُؤمنين حضرت عمر فاروق عَلَيْهِمُ الرِّضْوان نه حديثونه اوريدلي دي او روايت كړي دي. * د حضرتِ امام حُسين رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى عَنْه مستقل علمي حلقه به په مسجد نبوى كښې لګيدله چې په هغې كښې به ئې خلقو ته فِقهي مسائل ښودل. * حضرت امام حُسين رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى عَنْه په لسم محرم الحرام 61 هجري كښې په ميدانِ كربلا كښې شهيد شوے وو.
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د سيدنا امام حُسين رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى عَنْه د پاك سيرت