Imam Hussain Ki Ibadat

Book Name:Imam Hussain Ki Ibadat

نه معلومه شوه چې هغوئي په هر صِفَت كښې بيمثاله وو، خو دا صِفَتونه هغوئي ته د خپل كور د تربيت نه حاصل شوي وو ځكه چې د ماشوم د تربيت وړومبئ مدرسه د هغه كور وي، د ماشوم وړومبني استاذان د هغه مور و پلار وي. د اِمام حُسين رَضِىَ اللهُ  تَعَالٰی  عَـنْهُ كور د وحي او اِلـهام مركز او د علم و عرفان مركز وو، د هغوئي كور د انوارو راوريدلو مركز وو، د هغوئي كور د عبادت و رياضت او سخاوت مركز وو، د هغوئي كور د زُهد و تقوٰى او پرهيزګارئ مركز وو، د هغوئي د كور خلقو به د غريبانو مدد كولو او د غم زپلو مدد به ئې كولو. هغوئي ته خو په ماشوم والي كښې د تعليم و تربيت داسې بابركته نوراني او روحاني ماحول حاصل شوے وو چې د دواړو جهانو سردار، خوږ مَدَني سركار صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په غىږه مباركه كښې ئې تربيت حاصل كړے وو او د حُضُور اقدس صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  خاص بركتونه ئې نصيب شوي وو، هم دا وجه ده چې

     حضرتِ امام حُسين رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى  عَنْه په علم و فضل كښې بيمثاله وو، حضرتِ امام حُسين رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى  عَنْه د قربانئ او تَـوَكُّل نمونه وه. حضرتِ امام حُسين رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى  عَنْه په بهادرئ   كښې بے مثاله وو.، حضرتِ امام حُسين رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى  عَنْه د تقوٰى او پرهيزګارئ مالك وو، حضرتِ امام حُسين رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى  عَنْه صدقه او خيرات كولو كښې بيمثاله وو، حضرتِ امام حُسين رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى  عَنْه په هر حال كښې د صبر و شكر عادت لرلو، حضرتِ امام حُسين رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى  عَنْه به د نيكئ په كارونو كښې ډيره ډيره حِصَّه اخستله، حضرتِ امام حُسين رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى  عَنْه د عبادت و رياضت نمونه وو، حضرتِ امام حُسين رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى  عَنْه به د فرائضو ادا كولو سره سره ډير ډير نفلي عبادتونه كول او د قرآنِ كريم د ډير ډير تلاوت كولو شوقين وو، تر دې پورې چې په ډيرو روايتونو كښې د