Bilal Habshi Ki 8 Hikayaat

Book Name:Bilal Habshi Ki 8 Hikayaat

    اے عاشِقانِ رسول! مونږه واوريدل چې د حضرت سَيِّدُنا بلالِ حبشي رَضِیَ الله عَنْهُ اِيمان څومره مضبوط وو، هغوئي رَضِیَ الله عَنْهُ ته ډير تكليفونه اورسيدل، ظُلم و سِتم پرې اوشو، هر څه ئې برداشت كړل خو په دِين باندې ثابت قدم پاتې شو او د باطل مخې ته ئې سر ټيټ نه كړو.

     كاش چې! مونږ ته هم په دينِ اسلام او اِيمان باندې ثابت قدمي را نصيب شي، كاش چې! مونږ ته د خپل اِيمان د حفاظت سوچ په حقيقي معنو كښې رانصيب شي. افسوس! په دې دور كښې خپل اِيمان بچ ساتل سخت ګران شوي دي، د علمِ دين داسې كمے دے چې د الله پناه....! * څومره داسې دي چې سندرې وائي، سندرې اوري او ورته ګډيږي، حالانكه په هٰغه سندرو كښې كُفريه اشعار هم وي او هغه خبر هُم نه وي، بس په خپله مستئ كښې مست هغه اشعار وائي، او يا ئې په ډير خوند سره اوري.

    كه په سندرو كښې كُفريه كلمات نه وي نو بيا هم سندرې او ميوزک اوريدل يا وئيل شيطاني كار دے او د دې دومره سخت عذاب دے چې څوک به ئې هُم برداشت نه کړي، د رواياتو مطابق چې څوك سندرې اوري، په ورځ د قيامت به د هغه په غوږونو كښې ويلي شوي سيکه اچولے کيږي. ([1])

    * بعضې وخت په بنده مصيبت راشي، پريشاني پرې راشي، ځلمے کس ئې مړ شي، ناڅاپه پرې څه حادثه راشي نو ګيلے او شكايتونه كوي، بعضي ناپوهه خو مَعَاذَ الله كفريه جُملے هم وائي او د ديني معلوماتو د كمي په سبب هغه د دې نه خبر نه وي چې دا كفريه جمله ده بنده د دِينِ اسلام نه خارج کوي. * بعضې ناپوهه د غير مسلمو طريقے اختياروي، د هغوئي په مذهبي پروګرامونو كښې شامليږي، څه دُنياوي فائدے ئې وي، لالچ ئې وي، د پيسو حِرص ئې وي او په دې چكر كښې مَعَاذَ الله! ايمان طرف


 

 



[1]...کنز العمال، جلد:15، صفحہ:96، حدیث:40662۔