Bilal Habshi Ki 8 Hikayaat

Book Name:Bilal Habshi Ki 8 Hikayaat

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! حضرت سَيِّدُنا بلالِ حبشي رَضِیَ الله عَنْهُ د ډىرو امتحانونو ته تير شو، بيا چې كله آزاد شو نو د خوږ نبـي ١صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خدمت مبارك كښې حاضر شو، او بيا به د خوږ نبـي ١صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خدمتِ بابركت كښې حاضر اوسيدلو، دغه شان هغه نور صحابه كرام عَلَيْهِمُ الرِّضْوان كومو به چې مخكښې د غلامئ ژوند تيرولو مثلاً حضرت صُهَيب رُومي او حضرت خَبَّاب رَضِیَ الله عَنْهُما، دوئي به د خوږ نبـي ١صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په بارګاه كښې حاضر اوسيدل، يوه ورځ كافرو اووئيل: اے مُحَمَّد ١صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! ستاسو په خدمت كښې غريبانان خلق ناست وي، مونږ ته دوئي سره كښيناستلو کښې شرم راځي، كه تاسو دا غريبان د خپلې خوا نه لرې کړئ نو مونږه به په تاسو اِيمان راوړو او ستاسو په خدمت كښې به حاضر اوسيږو. په دې باندې د حضرت بِلال رَضِیَ الله عَنْهُ او نورو غريبو صحابۀ كرامو عَلَيْهِمُ الرِّضْوان په شان كښې دا آيتِ كريمه نازِل شو، الله پاك فرمائي:

وَ لَا تَطْرُدِ الَّذِیْنَ یَدْعُوْنَ رَبَّهُمْ بِالْغَدٰوةِ وَ الْعَشِیِّ یُرِیْدُوْنَ وَجْهَهٗؕ-   (پارہ7،سورۃالانعام:52)                                        

مفهوم ترجمہ کنزُ العِرفان: او هغه خلق مه لرې كوه كوم چې سحر ماښام خپل رب يادوي د هغه د رضا غوښتلو د پاره.

     په دې آيتِ كريمه كښې الله پاك خپل محبوب ١صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته حكم اوكړو چې: اے محبوب ١صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! تاسو دا صحابه هيڅ كله د خپل صحبت نه مه لرې كوئ، دا خو هغه نيك او پرهيزګاره خلق دي چې سحر او ماښام د الله پاك عبادت كوي او عبادت هم څنګه...؟ د ښودنې نه، د رياكارئ نه، د دُنياوي لالچ عبادت نه بلكه داسې عبادت كوي چې صرف او صرف دا غواړي چې الله راضي شي.

جب تک بِکے نہ تھے، کوئی پوچھتا نہ تھا                    آپ نے خرید کر ہمیں انمول کر دیا