Bilal Habshi Ki 8 Hikayaat

Book Name:Bilal Habshi Ki 8 Hikayaat

      اللهُ اَكْبَر! د دې صحابۀ كرامو عَلَيْهِمُ الرِّضْوان په شان كښې الله پاك فرمائي:

وَ اِذَا جَآءَكَ الَّذِیْنَ یُؤْمِنُوْنَ بِاٰیٰتِنَا فَقُلْ سَلٰمٌ عَلَیْكُمْ كَتَبَ رَبُّكُمْ عَلٰى نَفْسِهِ الرَّحْمَةَۙ-   (پارہ7،سورۃالانعام:54)

مفهوم ترجمہ کنزُ العِرفان: او چې كله ستاسو په بارګاه كښې هغه خلق حاضر شي کوم چې زمونږ په آيتونو باندې اِيمان راوړي نو هغوئي ته اوفرمايه: ”په تاسو دِ سلام وي“، ستاسو ربّ په خپل ذِمَّۀ كرم باندې رحمت لازم كړے دے.

     يعنې اے محبوبه ١صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! دا پاك خلق كومو چې زمونږ په آيتونو اِيمان راوړے دے، كله چې ستاسو په خدمت كښې حاضر وي نو تاسو د دوئي عِزَّت افزائي كوئ، د دوئي نه په سلام كښې وړاندې کيږئ او دوئي ته دا زيرے واوروئ چې الله پاك په خپل ذِمَّۀ كرم باندې رحمت لازم كړے دے. ([1])  

     حضرت خَبَّاب رَضِیَ الله عَنْهُ فرمائي: چې كله دا آيتِ كريمه نازِل شو نو خوږ آقا، مَكي مَدَني مُصطفٰى ١صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مونږه را اوبللو، مونږه حاضر شو، خوږ آقا ١صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د دې آيتِ كريمه تلاوت كولو، د هغه ورځې نه به خوږ آقا ١صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مونږه دومره نِزدې كښينولو چې زمونږه زنګونان به د خوږ نبـي ١صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د زنګونانو سره لګيدل.

دامَنِ مصطفےٰ سے جو لپٹا یگانہ ہو گیا                            جس کے حُضُور ہو گئے، اس کا زمانہ ہو گیا

    اے عاشِقانِ رسول! حضرت بلال، حضرت صُهَيب، حضرت خَبَّاب او د داسې نورو صحابۀ كرامو عَلَيْهِمُ الرِّضْوان فضيلتونه صرف دا نه دي بلکه د دې نه وړاندې بيان هم جاري دے، اوس لږ په غور د روايت باقي حِصَّه هم واورئ او اوګورئ! په مُعاشره


 

 



[1]...تفسیر صراط الجنان، پارہ:7، سورۂ انعام، زیرِ آیت:54، جلد:3، صفحہ:118، خلاصۃً۔