Bilal Habshi Ki 8 Hikayaat

Book Name:Bilal Habshi Ki 8 Hikayaat

كښې د غلام په نُوم ياديدونکو دغه صحابۀ كرامو عَلَيْهِمُ الرِّضْوان چې كله په خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِيمان راوړو نو اسلام هغوئي ته څومره عِزَّت وركړو، حضرت خَبَّاب رَضِیَ الله عَنْهُ فرمائي: مونږ به د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خدمت كښې حاضر وو، د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به چې څومره وخت اراده وه، تشريف فرما به وو، بيا به چې څه ضرورت پيښ شو نو مونږ به ئې ناست پريښودو او تشريف به ئې  يوړلو، په دې باندې الله پاك دا آيت كريمه نازِل كړو:

وَ اصْبِرْ نَفْسَكَ مَعَ الَّذِیْنَ یَدْعُوْنَ رَبَّهُمْ بِالْغَدٰوةِ وَ الْعَشِیِّ یُرِیْدُوْنَ وَجْهَهٗ   (پارہ15،سورۃالکہف:28)                                            

مفهوم ترجمہ کنزُ العِرفان: او خپل ځان د هغه خلقو سره مانُوس لره، چې سحر ماښام خپل ربّ يادوي د هغه د رضا غوښتلو د پاره.

     حضرت خَبَّاب رَضِیَ الله عَنْهُ فرمائي: د دې آيتِ كريمه نازليدلو نه پس حالت دا اوشو چې خوږ آقا ١صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به زمونږ سره تشريف فرما اوسيدلو، که مونږ به پخپله اجازت اوغوښتلو نو اجازت به ئې راكړو، ګنې حُضُور ١صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به داسې تشريف نه وړلو چې ګنې مونږ به ئې هلته ناست پريښودې وے. ([1])     

جب تک بِکے نہ تھے، کوئی پوچھتا نہ تھا                     آپ نے خرید کر ہمیں انمول کر دیا

    سُبْحٰنَ الله! اے عاشِقانِ رسول! غور اوكړئ! دا شان دے د هغه پاكو خلقو، كوم چې مخكښې غلامان وو او كافرانو به قِسما قِسم تکليفونه وركول، په دُنيا كښې د هغوئي هيڅ څوك نه وو، خو چې خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ځان ته نزدے کړل، د خپل صُحبت نه ئې فيض ياب كړل نو د هغوئي د شان قصيدے په قرآنِ كريم كښې نازلې شوے او


 

 



[1]...تاریخ مدینہ دمشق، جلد:10، صفحہ:447تا448۔