Bilal Habshi Ki 8 Hikayaat

Book Name:Bilal Habshi Ki 8 Hikayaat

قراره کړے دے يعني په شام کښې هُم د حضرت بِلالِ حبشي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ  زړه د خوږ مُصطَفىٰ صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په هِجر و فِراق کښې بے قراره وو. الله! الله! شپې او ورځې به ئې څنګه تيريدلې...؟

      مخكښې به چې د شپې اُوده کيدلو نو په زړه کښې به ئې يوه اسره يو اُمِّيد وو چې سحر به پاڅم، مسجدِ نبوي ته به حاضريږم، اذان به کووم، بيا به خوږ مكِّـى مَدَنـى مُصطَفىٰ صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تشريف راوړي، د هغوئي صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په ديدار به خپلې سترګې يخَووم، خو اوس خو هغه اُمِّيد هُم ختم شو، مخكښې به ئې چې کله زړه اُوغوښتله نو خدمتِ اَقدَس کښې به حاضر شو او د ښکلې ښکلي آقا صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په دِيدارِ مبارک به ئې خپلې سترګې او زړه يخ کړل، آه! اوس چرته لاړ شي، اوس خپل محبوب کوم ځائے کښې تلاش کړي.

      حضرتِ سَيِّدُنا بلال رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ  په فِراقِ رَسُول کښې دغسې شپې او ورځې تيرولې، بس اوس صرف يو صورت باقي وو چې غمخوار مَدَني آقا صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم کم از کم په خوب کښې تشريف راوړي او دغسې خپل ديدار راعطا کړي....

      بس بيا يوه شپه د حضرت بلال رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه قسمت رابيدار شو او د سترګو تور د زړه ټکور د بے قراره زړونو قرار خوږ نبي سردار صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خپل عاشق ته د خپل ديدار کولو د پاره د هغه په خوب کښې تشريف راوړلو۔

      خوږ آقا صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ورته په خوب کښې اِرشاد اُوفرمائيلو: مَا ہٰذِہِ الْجَفْوَۃُ یَابِلَالُ! اے بلال....! دا څه بے وفائي ده؟ تا زمونږ ديدار د پاره بالکل راتلل پريښودل....؟

      الله! الله! حضرت بلال رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ  د خوږ آقا صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان واوريدلو، سترګې ئې اوغړيدلې، سوَرلئ ئې تياره کړه او د مدينے په سفر روان شولو.

      اَللهُ اَکْبَر! يو عاشقِ رَسُول د مدينے په سفر روان دے، مكِّـى مَدَنـى مُصطَفىٰ صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پخپله بللے دے، د حضرت بلال د زړه کيفيات به څنګه وو؟ دا خو مونږ نه شو