Book Name:Bilal Habshi Ki 8 Hikayaat
کښې دا ايپلي کيشن انسټال کړئ او نورو ته هُم ترغيب ورکړئ.
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د بيان په آخره کښې د سُنَّتو فضيلت او يو څو سُنَّتونه او آداب د بيانولو ثواب حاصلووم. يوه ورځ تاجدارِ رِسالت، شَهَنشاهِ نُبُوَّت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائيلے دے: مَنْ تَمَسَّكَ بِسُنَّتِيْ عِنْدَ فَسَادِ اُمَّتِيْ فَلَهُ اَجْرُ مِائَةِ شَهِيْدٍ يعني د اُمَّت د فساد په وخت کښې چې څوک زما په سُنَّتو مضبوطئ سره عمل کوي هغه ته به د سلو شهيدانو ثواب عطا کيږي. ([1])
سینہ تیری ُسنَّت کا مدینہ بنے آقا جنت میں پڑوسی مجھے تم اپنا بنانا
سِينه مې دِ شي جوړه د سنّتو مدينه خوږه آقا جنّت كښې مې خپل جوړ كړه ګاونډي خوږه آقا
په ځناورو رحم کول سُنَّتِ مُصطَفىٰ دي
دوه فرامينِ مُصطَفىٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم: * تاسو د دې بے زبانه ځنارو په باره کښې د الله پاک نه اُويَريږئ، په دوئي باندې هله سوَريږئ چې کله دوئي په ښه حالت کښې وي او دوئي ته په ښه طريقه خوراک ورکوئ([2]). * په هر رُوح والا څيز باندې د شَفقت کولو اجر ملاويږي. ([3])
اے عاشقانِ رَسُول! په ځناورو رحم کول سُنَّتِ مُصطَفىٰ دي * نبـىِّ كريم رَءُوْفٌ رَّحِيْم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به په ځناورو هُم شَفقت کولو * خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د ځناورو فرياد اوريدلو او د هغوئي مدد به ئې کولو * يو ځل خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د يو اوښ په فرياد