Bilal Habshi Ki 8 Hikayaat

Book Name:Bilal Habshi Ki 8 Hikayaat

شوي شګه [يعني په سخته تَوده شَګه] څملولو او په سينه ئې ورته كانړے كيښودو او ورته ئې اووئيل: اُکْفُرْبِمُحَمَّدٍ، يعني  د مُحَمَّد صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د رسالت انكار اوكړه.

     يو طرف ته كفر دے، ظُلم دے، او بل طرف ته عِشقِ رسول دے، ابوجهل او اُمَيَّه بِن خلف كه كافران او ظالِمَان وو نو په مقابَله كښې هُم ورته د ثابت قدمئ غر ولاړ وو. ابوجهل او اُمَيَّه بِن خلف دا ګنړل چې دا  عاشِقِ رسول به ظُلم و ستم برداشت نه كړي او دينِ اسلام به پريږدي خو هغوئي ته معلوم نه وو چې

غُلامانِ محمد جان دینے سے نہیں ڈرتے             یہ سَر کٹ جائے یا رِہ جائے پروا نہیں کرتے

يعني د محمدِ عربي صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم غلامان د مرګ نه نه ويريږي، په دې لاره کښې هغوئي د خپل سر کټ کيدلو پرواه نه کوي۔

    ھغه عظيم عاشِقِ رسول د يو ساعت د پاره هم اِيمان پريښودو ته تيار نه وو، د هغه [عاشِقِ رسُول]  په ژبه صرف يوه كَلِمَه وه: رَبِّیَ اللہ، اللہُ اَحَد، اللہُ اَحَد زما ربّ الله دے، الله يو دے، الله يو دے. 

    ابوجهل او اُمَيَّه بِن خلف هغه عاشِقِ رسول ته ډير تكليفونه ورکول شروع كړل، په سخته ګرمئ كښې به ئې په سرو شګو څملولو او په سينه به ئې ورته درون كانړے كيښودو، خو هغه عاشِقِ رسول داسې ثابت قدمه وو چې د دې دواړو كافرانو تكليفونو د هغه په جذبۀ ايماني کښې هيڅ کمے رانوستلے شو، بيا هغه عاشق رسول ته ابوجهل او اُمَيَّه بِن خلف د اوسپنې جامے ور واغوستلې، په هغه سخته ګرمئ كښې به د اوسپنې هغه جامے تودې شوے، هغه ګرمئ به ئې بدن سيزلو تر دې چې د بدن وازګه به ئې ويلي کيدل شروع شوه، خو قربان شم! د هغه عظيم عاشِقِ رسول نه! چې د هغه په ژبه باندې صرف يوه خبره وه: رَبِّیَ اللہ، اللہُ اَحَد، اللہُ اَحَد زما ربّ الله دے، الله يو