اِنْ شَآءَاللہ Kehnay Ki Barkaten

Book Name:اِنْ شَآءَاللہ Kehnay Ki Barkaten

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! دا خبره هميشه ياده ساتل پكار دي چې انسان په خپل تدبير كښې ناقص دے. زمونږه عقل که ښه ډىر وي، په زرګاؤ سائنسي آلات راسره وي، که مونږه هر څومره ترقي اوكړو، بيا هم زمونږ تدبير ناقص دے، اصل قُدرت، اصل طاقت، اصل تدبير د الله پاك دے، الله پاك چې كوم تدبير فرمائي هغه كامِل و اكمل وي.

      * سُلطانُ الْمُفَسِّرِين حضرت عبدُالله بِن عباس رَضِیَ الله عَنْهُ يوه ورځ تشريف فرما وو، خلق د هغوئي په خدمت كښې ناست وو، حضرت عبدُالله رَضِیَ الله عَنْهُ خلقو ته د دِين خبرې  زده كولې، يعنې يو د درس وركولو ماحول وو، حضرت عبدُالله بِن عباس رَضِیَ الله عَنْهُ د حضرت سُلَيمان عَلَيْهِ السَّلام د هُد هُد [يعنې مُلا چرګك مرغئ] مُتَعَلِّق اوفرمائيل چې هُد هُد د زمكې لاندې بهيدونكي اوبه ويني او د اوبو د جور والي اندازه هُم كوي.

     د دې په اوريدلو يو كس سُوال اوكړو: دا څنګه كيدے شي؟ زمونږه ماشومان جالونه خور کړي، په هغې لږه خاوره واچوي او د پاسه پرې دانے واچوي، هُدهُد چې کله دانو خوړلو له راشي، نو زمونږ ماشومان ئې په جال كښې اونښلوي او اوئې نيسي. چې هُدهُد د لږې شان خاورې لاندې خور شوے جال نه شي ليدلے نو د زمكې لاندې څو څو فُټه لاندې روانې اوبه څنګه ليدے شي؟

     حضرت عبدُالله بِن عباس رَضِیَ الله عَنْهُ د دې سُوال ډیر ايمان تازه کوونکے جواب وركړو، اوئې فرمائيل: اِذَا نَزَلَ الْقَضَاءُ وَ الْقَدْرُ ذَهَبَ اللُّبُّ وَ عَمِیَ الْبَصَرُ يعنې چې كله تقدير غالب شي نو عقل كار پريږدي او سترګې ړندې شي. ([1])


 

 



[1]...تفسیر بغوی، پارہ:9، سورۂ نمل، زیرِ آیت:20، جلد:3، صفحہ:392۔