Book Name:اِنْ شَآءَاللہ Kehnay Ki Barkaten
هُم دا حال د انسان دے، د الله پاك تدبير هميشه غالب راځي، د انسان تدبير ناكامه پاتې شي. * مولانا رُوم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په مَثْنَوِى شريف كښې يوه عبرتناكه واقعه ذِكر كړې ده، فرمائي: يو ځل يو فلسفي چرته روان وو نو د تلاوت قُرآنِ آواز ئې تر غوږه شو، يو كس د سورۀ مُلك تِلاوت كولو، چې كله هغه د سُورۀ مُلك د آخري آيت تِلاوت اوكړو، چې په هغې کښی الله پاك فرمائي:
قُلْ اَرَءَیْتُمْ اِنْ اَصْبَحَ مَآؤُكُمْ غَوْرًا فَمَنْ یَّاْتِیْكُمْ بِمَآءٍ مَّعِیْنٍ۠(۳۰) (پارہ29،سورۃالملک:30)
مفهوم ترجمہ کنزُ العِرفان: تاسو اوفرمائې: ښه تاسو اُو خو ګورئ! كه چرې سحر له ستاسو اوبه په زمكه كښې ډُوبي شي نو هغه څوك دے چې تاسو له ستاسو د سترګو په وړاندې روانې اوبه راوړي؟
دا آيت ئې چې واوريدلو نو هغه فلسفي په تكبر او غُرور سره اووئيل: دا څه مشكله خبره ده، كه الله پاك په زمكه كښې اوبه ننباسي نو مونږ به ئې د سائنسي آلاتو په ذريعه بيا را اُوباسو. هغه كافِر او مُنكِر فلسفي دا خبره اوكړه او روان شو، د شپې چې كله اوده شو نو خوب ئې اوليدو چې يو طاقتور كس راغے،او دې فلسفي ته ئې په مخ یوه داسېتيزه څپيړه وركړه، چې هغې سره د هغه دواړه سترګې بهر را اووتلې او ورسره ورسره چې په سترګو کښی د نُور يو يو څاڅكے اوبه وې هغه هم په زمكه اولويدې او اوچې شوې .
هغه څپيړه وهونكي هغه كس ته په دغه خوب كښې اووئيل: اے بدنصيبه! كه ته واقعي د كودالې، كشَئ او نورو سائنسي آلاتو په ذريعه د الله د مدد نه بغير اوبه د زمكې نه راويستے شې نو د خپلو سترګو نه وتونكي دا دوه څاڅكي اوبه د زمكې نه را اوباسه....؟