اِنْ شَآءَاللہ Kehnay Ki Barkaten

Book Name:اِنْ شَآءَاللہ Kehnay Ki Barkaten

به چې كومه خالصه د هغه خپله حِصَّه وه، د هغې نه به ئې هُم لسمه حِصَّه فقيرانو ته وركوله. د هغه كس درې ځامن وو او درې واړه شومان وو، چې كله هغه كس وفات شو نو باغ ئې د درې واړو ځامنو په قبضه كښې راغلو، اوس هغوئي سوچ اوكړو:چې زمونږ پلار يواځې وو، هغه دومره ډير سخاوت كولو، فقيرانو ته به ئې دومره ډير مال وركولو، د هغې نه پس به بيا هم د هغوئي د پاره ډىره ميوه پاتې كيدله، خو مونږه درې کسان يُو، بيا زمونږه اولاد هم دے، كه مونږه هم داسې سخاوت اوكړو نو زمونږ د پاره به ميوه نه پاتې كيږي، لِهٰذا بهتري مو په دې كښې ده چې مونږه دومره سخاوت اونكړو. يوه شپه چې كله د باغ ميوے پخې شوې، او صبا له  ميوه شوكول وو، دې درې واړو ورونړو منصوبه جوړه كړه، قسمونه ئې اوخوړل چې سحر وختي به په تياره كښې، د خلقو د رابيداريدو نه مخكښې باغ ته ځُو او ميوه به شوكوو چې مسكينان خبر نه شي.

    هغه درې واړو د شپې منصوبه جوړه كړه، ډير په جذبه کښی  وو چې صبا به مونږه ميوه شوكوو خو هغوئي يوه غلطي اوكړه. اوَّل خو ئې دا كار غلط كولو،چې د سخاوت نه ئې مخ اړولو او د كنجوسئ اظهار ئې كولو او د كنجوسئ نتيجه ذِلَّت دے، د دې سره سره هغوئي يوه بله غلطي دا هم اوكړه چې هغوئي په خپل ځان بروسه اوكړه، الله فرمائي:

وَ لَا یَسْتَثْنُوْنَ(۱۸) (پارہ:29، القلم:18)

ترجمه: او هغوئي  اِنْ شَآءَ اللہ  نه وئيله .

   يعنې هغوئي په خپله منصوبه كښې دومره په جذبه او اعتماد کښی وو چې هغوئي اِنْ شَآءَ اللہ هم اُونه وئيله، په خپل ځان باندې ئې اعتماد اوكړو، په خپل عقل، خپل تدبير، او په خپله منصوبه ئې بروسه اوكړه. سحر وختي زر زر پاڅيدل، او په تياره كښې باغ طرف ته روان شو، په لاره كښې به ئې يو بل ته وئيل: نن هيڅ  يو مسكين، فقير ستاسو