اِنْ شَآءَاللہ Kehnay Ki Barkaten

Book Name:اِنْ شَآءَاللہ Kehnay Ki Barkaten

باغ ته رانشي. خو افسوس! چې كله هغوئي د باغ خوا ته اورسيدل نو اوئې ليدل چې باغ سوزيدلے وو، د يو ساعته پورې خو هغوئي بالکل خاموشه پاتې شو، هغوئي دا ګنړل چې كيدے شي په تياره كښې مونږه  بے لارې شوي يو او د بل چا باغ ته راغلي يو، دا زمونږه باغ نه دے خو چې په غور سره ئې اوكتل نو هغه د هغوئي باغ وو. ([1])    

کسی کو سوچوں نے کب سراہا، وہی ہوا جو خُدا نے چاہا

جو اختیارِ بَشَر پہ پہرے بٹھا رہا ہے، وہی خُدا ہے

دا د انسان تدبير دے، دا د انسان منصوبے دي، كيږي هغه څه چې الله پاك ته منظور وي. اے عاشقانِ رسول! چې كله مُعامله داسې ده، زمونږ تدبيرونه هم ناقص، عقل مو هم ناقص، منصوبے مو هم ناقصې دي. مونږه چې څومره منصوبے جوړول  اوغواړو، بیا هم تقدير غالب راځي  او همیشه به  غالبه راځي. ټول تدبيرونه ناكامه كيږي، منصوبے ناكامه كيږي، عقل كار پريږدي. نو بيا اوائې چې زمونږ سره څه پاتې كيږي؟ مونږه په خپل مقصد كښې د كاميابيدو د پاره څه كولے شو؟ مونږه چې په ژوند كښې د کاميابئ كوم خوبونه ليدلي دي، منصوبے مو جوړي كړي دي، مونږه كاميابي غواړو، ترقي غواړو نو مونږ له څه کول پکار دي؟ په خپل مقصد كښې د كاميابيدو طريقه څه ده؟ د دې سُوال صرف يو جواب دے، زمونږ سره د كاميابيدو صرف يوه طريقه ده او هغه دا ده: 

وَ اُفَوِّضُ اَمْرِیْۤ اِلَى اللّٰهِؕ-  (پارہ24،سورۀ مُومِن:44)          

مفهوم ترجمہ کنزُ العِرفان: او زه خپل كارونه الله ته سپارم.

       چې مونږه په الله پاك بروسه اوكړو، خپل مُعامَلات الله پاك ته اوسپارو، د كاميابئ


 

 



[1]...تفسیر صراط الجنان، پارہ:29، سورۂ القلم، زیرِ آیت:17 تا 32، جلد:10 صفحہ:293 تا296 ماخوذاً۔