Book Name:اِنْ شَآءَاللہ Kehnay Ki Barkaten
پاك فرمائي:
وَ اذْكُرْ رَّبَّكَ اِذَا نَسِیْتَ (پارہ:15، سورۂ کَہْف، آیت: 24)
ترجمه: او چې كله تاسو نه هير شي، نو خپل ربّ ياد كړئ .
يعنې که اِنْ شآءَ الله وئيل درنه هير شي نو چې كله در ياد شي هغه وخت ئې اووائئ، حضرت عبدُالله بِن عبَّاس رَضِیَ الله عَنْهُمَا فرمائي: كه كال پس درياد شي چې يو كال مخکښې ما د فلانكي كار اراده كړي وه، په هغې مې اِنْ شآءَ الله نه وو وئيلے نو كال پس چې درياد شي نو [اِنْ شَــآءالـلّٰـه] اووايه. ([1]) غرض دا چې كله ورياد شي هغه وخت دِ اِنْ شآءَ الله اووائي.
اِنْ شآءَ الله وئيل د انبياؤ سُنَّت دي
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! اِنْ شآءَ الله وئيل د انبياء عَلَيْهِمُ السَّلام سُنَّت دي، د الله پاك نبيانو عَلَيْهِمُ السَّلام به اِنْ شآءَ الله وئيلو، په قرآنِ كريم كښې هم په ډيرو ځائيونو كښې د دې ذِكر دے، مثلاً * په سيپارۀ 12، سورۀ هُود، آيت: 33 كښې د حضرت نوح عَلَيْهِ السَّلام د اِنْ شآءَ الله وئيلو ذِكر دے، * په سيپارۀ 13، سورۀ يُوسُف، آيت: 99 كښې د حضرت يعقوب عَلَيْهِ السَّلام د اِنْ شآءَ الله وئيلو ذِكر دے،* په سيپارۀ 15، سورۀ كهف، آيت:69 كښې د حضرت موسٰى عَلَيْهِ السَّلام د اِنْ شآءَ الله وئيلو ذِكر دے، * په سيپارۀ 23، سورۀ صافات، آيت: 102 كښې د حضرت اسماعيل عَلَيْهِ السَّلام د اِنْ شآءَ الله وئيلو ذِكر دے، دغه شان نورو انبيائے كرامو عَلَيْهِمُ السَّلام هم اِنْ شآءَ الله وئيلي دي،