Book Name:اِنْ شَآءَاللہ Kehnay Ki Barkaten
* اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰـہ! اِنْ شآءَ الله وئيل زمونږ د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هم سُنَّت دي. *خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به چې كله د څه خبرې اراده فرمائيله نو اكثر به ئې اِنْ شآءَ الله وئيلو، * يو ځل خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د شفاعت ذِكر كولو، اوئې فرمائيل: زما هر اُمَّتـي كوم چې شرك اونكړي، اِنْ شآءَ الله زما شفاعت به هغه ته رسي. ([1])
د اِنْ شآءَ الله وئيلويو څو بركتونه
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! مونږ له هم پكار دي چې د مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په سُنَّتو باندې عمل اوكړو او د اِنْ شآءَ الله وئيلو عادت جوړ كړو. د اِنْ شآءَ الله وئيلو ډير بركتونه دي * اِنْ شآءَ الله وئيلو كښې د عقيدے اصلاح ده، * اِنْ شآءَ الله وئيلو كښې د عمل اصلاح ده، * اِنْ شآءَ الله ويوونكے دا اقرار كوي چې زه بنده يم او بنده د خپل مالك د مرضئ تابع وي، *اِنْ شآءَ الله وئيلو والا د دې خبرې اقرار كوي، چې زه هيڅ نه يم، زما مرضي هيڅ نه ده، څه چې دي صرف زما د مالك دي، د الله پاك د مرضئ نه بغير پانړه هم نه شي ړقيدے.* اِنْ شآءَ الله وئيلو والا د توحيد په تقاضو باندې عمل كوي، *اِنْ شآءَ الله وئيلو كښې د خود پسندئ [يعني د ځان ښه ګنړلو] انکار دے، *اِنْ شآءَ الله وئيلو كښې د غرور و تكبر انکار دے، * اِنْ شآءَ الله وئيلو والا خپله مرضي د الله پاك مرضئ ته سپاري او كوم بنده چې خپله مرضي فنا كړي، خپل ځان د الله پاك مرضئ ته اوسپاري، هغه بنده ته كاميابي نصيب كيږي.
چې كله ياجوج ماجوج اِنْ شآءَ الله اووائي