Book Name:اِنْ شَآءَاللہ Kehnay Ki Barkaten
د ياجوج ماجوج مُتَعَلِّق مشهور روايت دے، ياجوج ماجوج د انسانانو يوه قبيله ده، دا سخت خونخواره، ظالِمان او ډير طاقتور دي، د شپاړسمې سيپارې په دويمه ركوع كښې د دوئي واقعه ذِكر شوي ده، دوئي به په خلقو ظُلم كولو، حضرت سكندر ذُوالقرنَين رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دوئي د يو مضبوط ديوال شا ته قيد كړل، هغه ديوال ته ”سَدِّ سكندري“ وائي، د تِرمذى شريف د حديثِ پاك خلاصه ده: ياجوج ماجوج هره ورځ هغه ديوال ننړوي، تر دې پورې چې كله ديوال ماتیدلو ته نِزدې شي نو د هغوئي سردار وائي: اوس بيرته لاړ شئ، باقي [ديوال] به صبا له مات كړو. چې كله هغوئي لاړ شي نو الله پاك هغه ديوال د مخكښې نه زيات بهتر جوړ کړي، قيامت ته نِزدې چې كله د ياجوج ماجوج قيد پوره شي او الله پاك هغوئي په خلقو راليږل اوغواړي، هغه ورځ به د هغوئي سردار اووائي: بيرته لاړ شئ! اِنْ شآءَ الله صبا له به دا مات كړو، چې صبا له هغوئي راشي نو ديوال به هغه شان [لږ پاتې] وي څنګه ئې چې پريښودے وو، په هغه ورځ به ياجوج ماجوج ديوال مات كړي او بهرته به ترينه را اوځي. ([1])
الله پاك په قرآنِ كريم كښې د بنـي اسرائيلو واقعه ذِكر فرمائيلي ده، د بنـي اسرائيلو د غوا حكايت په سورۀ بقره كښې دے، په دې مناسبت سره دغه سورت ته سورۀ بقره وئیلے کيږی، يعنې هغه سورت په كوم كښې چې د غوا عجيبه حكايت ذِكر شوے دے.
واقعه څه داسې ده چې يو ځل بنـي اسرائيلو يو مړے اوموندلو، د هغه قاتِل معلوم نه وو، بنـي اسرائيل حضرت موسٰى عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام له راغلل او د قاتل معلومولو درخواست ئې