Book Name:اِنْ شَآءَاللہ Kehnay Ki Barkaten
اے عاشقانِ رسول! كه مونږه لږه توجه اوكړو نو په ډيره آسانئ سره زمونږ د ګناهونو بخښلو سبب کيدے شي، مثلاً د سحر لمُونځ جَمعې سره ادا كړئ، [بيا] سر ښكته كړئ، سترګې بندې كړئ، او د شين شين ګنبد تَصَوُّر اوكړئ او درې ځله دُرُودِ پاك اولولئ، دغه شان د شپې اوده كيدو په وخت کښی اګرچه په بستره ئې، مخ په قبله كښينئ، سترګې بندې كړئ او د ښائسته شين ګنبد په تَصَوُّر كښې درې ځله دُرُودِ پاك اولولئ، اِنْ شآءَ اللهُ الْكَرِيْم! د دغې ورځې او شپې ګناهونه به مو مُعاف كړے شي. خيال لرئ! كبيره ګناه په رښتيني توبے سره مُعاف كيږي، دغه شان قضا لمُونځونه، قضا روژے، د بندګانو مالي، جسماني حُقُوق که د چا په ذِمّه وي د هغې ادا كول هم لازم دي.
وہ تَو نہایت سستا سودا، بیچ رہے ہیں جنت کا ہم مفلس کیا مول چکائیں، اپنا ہاتھ ہی خالی ہے([1])
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
فرمَانِ مُصطَفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم: ا َفْضَلُ الْعَمَلِ اَلنِّيَّةُ الصَّادِقَةُ (يعنې) رښتينے نِيَّت د ټولو نه افضل عمل دے.([2])
اے عاشقانِ رَسُول! ياد ساتئ! په نيك او جائز كار كښې چې څومره ښه نِيَّتونه زيات وي هغه همره به ثواب هُم زيات كيږي. د ثواب حاصلولو د پاره د بيان اوريدلو نه مخكښې ښه ښه نِيَّتونه كوو:
نِيَّت اوکړئ چې، * نظر به ښكته ساتم او ښه په غور به بيان اورم. * چې