اِنْ شَآءَاللہ Kehnay Ki Barkaten

Book Name:اِنْ شَآءَاللہ Kehnay Ki Barkaten

وَ اِنَّاۤ اِنْ شَآءَ اللّٰهُ لَمُهْتَدُوْنَ(۷۰)  (پارہ1،سورۃالبقرۃ:70)                                  

ترجمہ: او كه الله اوغواړي نو يقيناً مونږ به لار اومومو.

     په دريم سوال باندې هغوئي اِنْ شآءَ الله اووئيلو، نو بيا د هغوئي د پاره د غوا پورا نښې بيان كړے شوې، په حديثِ پاك كښې دي: كه هغوئي اِنْ شآءَ الله نه وے وئيلے نو د هغوئي د پاره د غوا مُعامَله نه واضحه  كيدله. خير! بيا بنـي اسرائيلو د شرائطو مطابق د غوا لټون شروع كړو، په پوره علاقه كښې صرف يوه غوا داسې ميلاؤ شوه، بنـي اسرائيلو په ګران قيمت هغه غوا واخسته او ذبح ئې كړه، بيا ئې د غوا د غوښې يوه ټكړه هغه مړي له وروړه نو د الله پاك په قدرت سره مړے ژوندے شو، هغه د خپل قاتل نوم اوښودلو او بيا مړ شو.([1])   

     اے عاشقانِ رسول! تاسو اوليدل! د اِنْ شآءَ الله څومره بركتونه دي. كه بنـي اسرائيلو اِنْ شآءَ الله نه وے وئيلے نو د هغوئي د پاره د غوا مُعامَله نه ښكاره كيدله، او هغوئي به په خپل مقصد كښې نه وے كامياب شوي. چې كله هغوئي خپله مرضي او اراده فنا كړه، خپله مرضي او اراده ئې الله پاك ته اوسپارله نو الله پاك هغوئي ته په خپل مقصد كښې كاميابي وركړه. مشهور مفسرِ قرآن، حکیم الاُمَّت حضرت مفتی احمد یار خان نعیمی رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: په هر اُمِّيد باندې اِنْ شآءَ الله وئيل ضروري دي، ګنې هغه اميد به نه پوره كيږي. په اِنْ شآءَ الله وئيلو كښې د عقيدے او عمل اصلاح ده، د دې نه معلوميږي چې اِنْ شآءَ الله وئيلو والا په خپل طاقت بروسه نه كوي بلكه د ربّ په مدد بروسه كوي.


 

 



[1]...تفسیر صراط الجنان، پارہ:1، سورۂ بقرہ، زیرِ آیت:67 تا70، جلد:1، صفحہ:141-143 خلاصۃً۔